کابل کې د جاپان نوی سفیر له طلوع نیوز سره خبرو کې د جګړې له ښکېلو غاړو د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کوي.
تاکاشي اکادا پر اوربند ټینګار سره وايي چې افغانستان کې ساسي حل لاره او سولې ته لارس رسۍ ښایې اسان نه وي، خو سولې ته د رسېدو یوازېنۍ لاره د جګړې پایته رسول دي.
هغه وايي هېواد یې هڅه کوي چې د سولې بهیر کې ونډه ولري:«جاپان د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه کوي چې تاوتریخوال کم کړي او وروسته پر اوربند سره هوکړه وکړي، هیله لرو چې د افغانستان خلک یوې بریالۍ هوکړې ده ورسیږي.»
دی زیاتوي چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې پر ښې حکومتولۍ او له اداري فساد سره د افغان حکومت په هڅو پورې تړلې دي.
دی زیاتوي:«جینوا ناسته کې نړیواله ټولنه له افغانستان سره مرسته کې ژمنه وه، خو یوه اړخیزه ژمنه نه وه، دوه اړخیزه وه. د ښې حکومتولی، د قانون پلي کولو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت له ژمنو خوښ یوو. افغان حکومت له فساد سره د مبارزې کمېسیون جوړولو سره لوی ګام پورته کړی دی، هیله ده چې دغه کمېسیون ته لازمې مالي سرچینې او واک ورکړل شي، څو خپل مسوولیتونه چې د نړیوالې ټولنې لپاره مهم دي، عملي کړي.»
د جاپان سفیر وايي چې د هېواد مرستې یې تر ډېره د کرهنې، روغتیا او بنسټونو په برخه کې دي او زیاتوي چې لومړي وزیر یې ژمنه کړې چې افغانستان کې د سولې بهیر پرمختګ سره لا ډېرو مرستو ته چمتو دی:«د جاپان لومړي وزیر ژمنه کړې ده چې د سولې بهیر کې پرمختګ سره د افغانستان له خلکو سره پر خپلو مرستو بیا کتنه وکړي.»
جاپان له ۲۰۰۱ زیږدیز کال راهیسې له افغانستان سره ۶،۸ میلیارده ډالره مرسته کړې او تر ۲۰۲۴ کاله یې هر کال د ۱۸۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.