Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د امریکا د دفاع وزارت له سرپرست سره د ولسمشر غني لیدنه

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کرېسټوفر مېلر چې په یوه نه اعلان شوي سفر کې کابل ته راغلی دی، پرون له غرمې ورورسته له ولسمشر غني سره ولیدل او د افغانستان د سولې بهیر په اړه یې سره خبرې اترې وکړې.

ولسمشرماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې وايي چې کرېسټوفر مېلر په دغې لیدنه کې، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي او اوربند نه ټینګښت په هکله اندېښنه څرګنده کړه.

د خبرپاڼې پر بنسټ، مېلر زیاته کړې ده چې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخ کې د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ به پاتې شي.

ورته مهال ولسمشر غني له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزه کې د امریکا رول ډېر مهم بللی دی.

ښاغلي غني ټینګار کړی دی چې افغان حکومت د سولې د ټینګښت لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي او مقابل لوری هم باید په دې برخه کې خپل واضح نیت څرګند کړي.

دا درېیم لوړپوړی امریکایی چارواکی دی چې په دې وروستیو کې له کابله لیدنه کوي.

له دې مخکې د امریکا ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي هم افغانستان ته راغلی و.

ښاغلي میلي افغانستان ته له سفر مخکې په قطر کې د طالبانو له استازو سره هم لیدلي و، او په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کموالي یې ټینګار کړی و.

دا له طالبانو سره د ښاغلي میلي دویمه لیدنه وه.

هغه په لومړي ځل د جنورۍ په میاشت کې په دوحه کې د طالبانو له غړو سره لیدلي و، هغه لیدنه چې تراوسه رسنیزه شوې نه وه.

شریک یي کړئ