Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

صالح: که چېرې پر ارزښتونو پښې کېږدو همدا سبا سوله راځي

د ولسمشر لومړي مرستیال امراالله صالح وايي که چېرې د سولې په مذاکراتو کې ارزښتونه له پامه وغورځول شي له طالبانو سره به ډېر ژر د سولې هوکړه لاسلیک شي.

ښاغلي صالح چې نن له غرمې وروسته پنجشنبې په کال کې د ملګرو ملتونو سازمان ته ورته غوندې کې وینا کوله، خلکو ته ډاډ ورکړ چې هېڅ کله به د سولې په مذاکراتو کې له ارزښتونو تېر نه شي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي:«سوله پر ارزښتونه څرخي. که چېرې موږ پر ارزښتونه پښو کېږدو سبا سوله راځي. زعامت باید خلک تعیین کړي نه د کوټې شورا.»

هغه ټينګار وکړ چې سوله د تسلیمۍ او دښمن ته د سرکوزۍ په معنا نه دی:«دښمن ته سر کوزول که چېرې په سولې هم پای شي، عزتمن نه دی.»

ښاغلي صالح د خپلې وینا په بلې برخه کې ټينګار وکړ او وې ویل چې سوله باید ټول ګډونه او ملي وي:«موږ له ټوټې ټوټې هویت سره نه شو کولای سولې ته ورسېږو. سوله باید ملي وي.»

ښاغلي صالح همدارنګه په خپل ټوېټر پاڼه لیکي چې پاکستان ته د طالبانو د پلاوي وروستي سفر کې، د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر د طالبانو د ټپيانو لیدو ته د پاکستان دولتي روغتونونو ته تللی دی - هغه ټپيان چې د ښاغلي صالح په وینا له ویزې پرته پاکستان کې ژوند کوي.

د هېواد د شلو ولایتونو په ځینو برخو کې د جګړو او تاوتریخوالو له زیاتېدو سره همهاله؛ حکومت د امنیت په ټینګښت کې په ناتوانۍ تورنېږي.

خو افغان حکومت د دولت د مخالفو وسله والو د ځپلو لپاره د هڅو د دوام ډاډ ورکوي او لاهم له القاعدې شبکې سره د طالبانو د اړیکو د دوام خبره کوي.

له دې ټولو سره سره چین هم په افغانستان کې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ د حضور او فعالتیونو په تړاو اندېښنه څرګندوي.

د دې غونډې ګډونوال لکه چین، پاکستان، قزاقستان او افغانستان ټول باوري دي چې د خیتځ ترکستان د اسلامي غورځنګ ځواکونه په چین، اړوندو هېوادونو او ټوله سیمه کې د سولې امنیت او د خلکو د سوکالۍ لپاره یو جدي ګواښ دی او باید له دغه غورځنګ سره د مبارزې لپاره همکارۍ زیاتې شي څو سیمه ییز او نړیوال امنیت وساتل شي.

بل خوا د پنټاګون سرپرست د کابل په لوېدېځ کې له یوې پوځي اډې چې ځانګړي امریکایي ځواکونه په کې د افغان کمانډویانو پر روزنې بوخت دي وایي چې ځانګړي ځواکونه لومړني ځواکونه وو چې شل کاله وړاندې په افغانستان کې مېشت شول او ښايي هغوی هغه وروستي ځواکونه وي چې له دغه هېواد نه به ووځي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې هېڅوک حق نه لري چې د سولې په مذاکراتو کې د خلکو او ټاکنو حاکمیت سره معامله وکړي.

شریک یي کړئ