Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ننګرهار له اچین ولسوالۍ د امریکايي ځواکونو وتلو سره اندېښنې

د هېواد په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي وايي د اچین ولسوالۍ د مامند درې بېز چې کالونو راهسې امریکايي ځانګړي ځواګونه په کې میشت وو، خو اوس دغه ځواکونه له یادې اډې وتلي.

یاده اډه اوس مهال افغان ځواکونو ته سپارل شوې ده. د ملي اردو افسران وايي طالبان پرمختللې وسلې د دوی پر وړاندې کاروي بخوا د سیمې خلک امنیت خرابیدو په تړاو اندېښنې لري.

د ننګرهار اچین ولسوالۍ د مامند دره کې نظامي بېز چې دوه نیم کاله وړاندې د امریکايي ځواګونو لخوا د داعش ځپلو په موخه جوړ شوی و چې شاوخوا یو نیم سل په پرمختللو وسلو سمبال امریکايي سرتېري په کې مېشت وو، خو د مامنددرې بیز د پنځه میاشتو راهسې افغان ځواکونو ته سپارل شوی دی.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو افسر، بریدمل عبیدالله وايي:«کله چې امریکایان دلته و، دوی ډېر وسایل درلودل، کشفي ارګان یې و، پرمختللي وسلې یې وې، بې پیلوټه الوتکې وې، داعش له منځه ولاړ، خو اوس هم موږ شته امکاناتو سره نه پرېږدو چې داعش سر پورته کړ، موږ یې پر وړاندې ولاړ یوو.»

د ننګرهار اچین ولسوالۍ مامند دره د داعش ډلې لوي مرکز وه خو د یادې ډلې د له مینځه تلو سره شاوخوا سیمې د طالبانو لاسته ولوېدلي دي. هغه کسان چې د امریکايي ځواکونو سره دندې لرلې هغوي ترڅنګ د ملي اردو ځواګونه هم ورځ په تیریدو سره ددغه بیز ته څیرمه د طالبانو له فعالیتونو اندېښمن دي.

د ملي اردو افسر، لطف الرحمان څرګندوي:«دښمن له لیري اندازونه کوي، او په بېلابیلو وسلو سره پر موږ برید کوي، لکه شارتکي وسلې دي، ماینونه خښوي.»

 د سیمې اوسیدوونکی او امریکايي ځواګونو همکار، سجاد زیاتوي:«خطر زیات دی، حالات خرابوي، او تشویش ډېر دی، غواړو چې زمینه برابره شي، دلته وظیفه نشته.»

 افغان امنیتي ځواګونه وايي چې طالبانو د بریدونو پرمهال په دغه سیمه کې پرمختللې وسلې کاروي خو د ننګرهار والي وايي د امریکايي ځواګونو وتلو سره د اچین ولسوالۍ امنیتي وضعیت ډاډمن ښي .

د ننګرهار والي، ضیالحق امرخیل په دې اړه وايي:«اچین ولسوالۍ کې زموږ ملي امنیتي ځواکونه او پاڅونکوونکي دي، د دوی په هلو ځلو د اچین امنیت تامین دی، او د دوی په همکارۍ امنیت تامین دی.»

خو د مامند بېز ته په ننوتلو سره مونږ ته ویل شول دا ویره شته چې  طالبان دغه بیز د خپلو راکیټي بریدونو لاندې راولي. د مامنددرې بیز د ډیورنډ ګرښې ته څیرمه پروت دی . د ولسي پاڅونوالو پرته افغان ځواګونه له دې بیز څخه تر ډیورنډ فرضي ګرښې پورې امنیتي پوستې نه لري او د طالبانو پرمخ لارې پرانیستې دي.

د ملي اردو افسران وايي طالبان پرمختللې وسلې د دوی پر وړاندې کاروي بخوا د سیمې خلک امنیت خرابیدو په تړاو اندېښنې لري.

شریک یي کړئ