Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د کابل او واشنګټن ترمنځ به د دولت اړیکې دولت سره پراختیا ومومي'

په امریکا متحده ایالتونو کې د جوبایډن د حکومت د کار په پېلېدو سره ؛ کابل له واشنګټن سره د افغان سولې په تړاو د همکاریو له سره پېلېدو او منظمو سلامشورو ته هیله من دی.

د ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي چې د امریکا په تېر حکومت کې د هغه هېواد د ملي امنیت بنسټونو له افغان حکومت سره معلومات په سمه توګه نه شریکول او کمې اړیکې موجودې وې.

ښاغلی محب زیاتوي چې له خپل امریکايي سیال سره له ټلېفوني اړیکې وروسته، دا هیلې راټوکېدلې دي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ به د دولت اړیکې له دولت سره پراختیا ومومي او د سولې بهیر په هکله به هم معلومات له کابل سره په کره توګه شریک کړل شي.
               
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په د هکله وویل:«پخوا، په ځانګړې توګه هغه بنسټونه چې په ملي امنیت کې یې شاملېږي، له موږ سره زیاتې اړیکې نه لرلې. اوس فکر کوم چې دا اړیکې - دولت له دولت او بنسټونه له بنسټونو  ته به پراختیا ومومي.»

په داسې حال کې چې د امریکا نوی حکومت غواړي له طالبانو سره د دغه هېواد هوکړه لیک وارزوي؛ غواړي چې ډاډمن شي چې ایا طالبان پر هغو ژمنو چې په دغې هوکړه کې شوي دي عمل کړی دی که نه؟

د دغو څرګندونو په تعیف کې، دوه ورځې مخکې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیګ سالیوان د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په دې هکله ټلېفونې خبرې اترې وکړې. خو په دې تړاو د کابل ملاحظې څه دي؟
           
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب څرګندوي:«خپلې جګړې ته یې دوام ورکړی. سولې ته ژمنتیا نه لري او تراوسه یې له نړیوالو ترهګرو سره خپلې اړیکې ساتلې دي.»

خو طالبانو ته نږدې سرچینې وایي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک هېڅ یوه برخه به د بدلون وړ نه وي.
           
د طالبانو د واکمنۍ لوی څارنوال مولانا جلال الدین شینواری وايي:«له امریکا سره د طالبانو په هوکړه لیک کې داسې ماده نه تر سترګو کېږي چې هغه بدله کړي.»

د ملي امنیت عمومي رییس هم طالبان د سولې مذاکراتو کې د وخت په تېرولو تورنوي.
                
د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج وویل:«د سولې لپاره هېڅ لېوالتیا نه لري او تل هڅه کوي چې له پلمو سره وقت ضایع کړي.»

هېوادوال هم پر هغه څه چې د تاوتریخوالي زیاتوالی او دغه راز په دوحه کې د سولې د خبرو نه پرمختګ بلل کېږي؛ اندېښمن دي .

دا نیوکې په داسې حال کې د خلکو له لوري زیاتې شوې دي چې دولس پرلپسې ورځې کېږي چې په دوحه کې د مذاکراتو د اجنډا د توحید لپاره هېڅ غونډه نه ده شوې. د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی طالبان په دغو غونډو کې په نه ګډون تورنوي. بلخوا طالبان نه غواړي چې په دې تړاو څه وایي.
 
شریک یي کړئ