د ننګرهار والي، ضیاءالحق امرخېل د موټرو پر کاروان وسله وال برید کې دوه تنه ټپیان شوي دي.
د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي پېښه نن سهار(پنجشنبې د سلواغې په ۹مه نېټه) په داسې حال کې شوې ده چې ښاغلی امرخېل هسکې مېنې ولسوالۍ کې د یوه جومات له پرانیستو وروسته جلال اباد ته پر لاره و.
دغه مسوولین زیاتوي چې په ټپیانو کې یو پولیس او یو د پوهنې د رییس ساتونکی دی، پېښه کې والي او نورو ورسره پلاوي ته زیان نه دی اوښتی.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
په دې اړه مو اندونه