Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فاریاب کې د طالبانو برید؛ د ملي اردو پنځه سرتېرو ژوند بایلود

د فاریاب خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې تېره ورځ(پنجشنبې د سلواغې په ۱۶مه نېټه) د طالبانوبرید پایله کې د شپږم کنډک قومندان په ګډون پنځو سرتېرو ژوند بایللی دی او یو شمېر هم د طالبانو په لاس اسیر شوي دي.

د فاریاب والي، نقیب الله فایق وايي:"زموږ پنځه سرتېري د شپږم کنډک د قومندان په ګډون ژوند بایللی او یو شمېر هم  اسیر شوي دي، طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او پنځه مړي یې د جګړې ډګر کې پاتې دي."

سیمې ته تازه دمې سرتېري رسېدلي دي او له طالبانو سره د جګړې له چمتووالي وايي.

د فاریاب ځانګړي واحد د ټولي قومندان، عبدالاحد څرګندوي:"د دښمن له منځه وړلو لپاره راغلي یوو، نن د هېواد قسم خوړلو دښمنانو برید وکړ او موږ هم ورته سخت ځواب ورکړ."

د پوځ افسر، شفیق الله شفیق زیاتوي:"موږ دا کالي د دې لپاره نه دي اغوستي چې ارام کینو او د افغانستان دښمنانو ته اجازه ورکړو چې خلک ووژني، موږ اجازه نه ورکوو او د وینې تر وروستي څاڅکي له هېواده دفاع کوو."

د فاریاب والي وايي چې له ولسمشر غني سره یې ټلفوني خبرې کړي دي او هغه دولتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې په ټول ځواک سره د دښمن پر وړاندې ودریږي.

له دې سره هم مهاله فاریاب کې پر طالبانو هوايي بریدونه شوي او ورته درنه مرګه ژوبله اوښتې ده، خو طالبانو د یوې ویډیو په خپرولو سره چې ښیې افغان سرتېري اسیر شوي دي، وايي چې ډېر شمېر افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

سیمې ده تازه دمې سرتېري رسېدلي دي او له طالبانو سره د جګړې له چمتووالي وايي.

شریک یي کړئ