Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ننګرهار کې دوو چاودنو یو پولیس وژلی او ۷ تنه یې پټيان کړي

نن سهار په ننګرهار ولایت کې په دوو جلا پېښو کې، یو پولیس وژل شوی او د درې ولسي وګړو په ګډون یې اوه تنه نور ټپيان شوي دي.

په ننګرهار کې ځایي چارواکي وايی چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو یوه پوسته د ځانمرګي بریدګر له خوا په نښه کړل شوه. چې په پایله کې یې یو پولیس ووژل شو او دوه تنه نور پټيان شول.

چارواکي زیاتوي چې دغه پېښه نن سهار پنځه بجې د خوږیاڼو ولسوال د چمتلي ښارګوټي په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو موټر بم پر دغې پوستې برید وکړ.

دویمه پېښه هغه د جلال اباد ښار د درېیمې حوزې په اړوند سیمه کې د نهو بجو په شاوخوا کې هغه مهال رامنځته شوه چې د پولیسو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وکړه.

چارواکي وايي چې په دغې پېښه کې، دوه تنه پولیسان ټپيان شوي دي.

خو سرچینې وايي چې درې ولسي وګړي هم په دغې پښه کې ټپيان شوي دي.

تراوسه د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغو چاودنو پړه نه ده منلې.

شریک یي کړئ