د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ کې د چاودېدونکو توکو چاودنې له کبله ۲ ملکي کسانو ژوند بایللی او ۱۸ تنه نور ټپیان دي.
لوګر کې امنیتي سرچینې وايي پېښه تېره مازدیګر(چهارشنبې د سلواغې په ۲۲مه نېته) د برېښنا یوې پایې کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنې له کبله شوې ده.
د دغو چارواکو په وینا په ټپیانو کې د پوځ درې سرتېري هم شامل دي.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.