د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غزني د ولسي جرګې، د ټول هېواد د ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او د ځینو ښاروالیو ټاکنو تراسروي ته چمتو دی.
که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغو ټاکنو د ترسراوي کره نېټې په اړه څه نه وایي، خو د ټاکنو بهیر کې شریکو بنسټونو نه غواړي چې دوی سره دې د غوره او رڼو ټاکنو ترسراوي کې مرسته وکړي.
د هېواد د ټاکنیزو کمېسیونونو مسوولین د مالیې، پوهنې، لوړو زده کړو، ښځو چارو، عامې روغتیا، حج او اوقافو وزارتونو او همداراز د احصایې او مالوماتو ملي ادارې او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له مسوولینو سره په ګډه ناسته کې له دغو بنسټونو وغوښتل چې، په غزني کې د ولسي جرګې د ټاکنو او په ټول هېواد کې د ولایتي شورا، د ولسوالیو شورا او ښاروالیو په ټاکنو کې له دوی سره همکاري وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حواعلم نورستانۍ وايي:«دولتي او خصوصي بنسټونه، د ټاکنو د ترسراوي په لړ کې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره همکارۍ ته مکلف دي او کمېسیون دغو همکاریو ته د زمینې برابرولو ته مکلف دی.»
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره په داسې حال کې چې، د ټاکنو ترسراوي لپاره د یادو بنسټونو همکاري مهم ګڼي د دغو ټاکنو لپاره د خپلې ادارې له چمتوالي هم خبر ورکوي.
له دې سره سم، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشره زهره بیان شینوارې وايي په داسې حال کې چې، د رڼو او عادلانه ټاکنو پر ترسراوي ټينګار کوي وايي چې، د تېرو ټاکنو ستونزې به په دې ټاکنو کې تکرار نه شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي وايي:«تاسې باید پرېکړه وکړئ چې کومه اداره په کومه کچه له تاسو سره څه ډول همکاري وکړي.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د هېواد په ټاکنو بهیر کې نورښکېل بنسټونه به په بیلابیلو برخو کې له دغه کمېسیون سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.