Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اتمر: روسیه د امارتي نظام له راستنېدو ملاتړ نه کوي

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي چې روسیه په افغانستان کط د امارتي نظام له راستنېدو ملاتړ نه کوي او په هېواد کې د تلپاتې سولې غوښتونکې ده.
 
ښاغلی اتمر چې مسکو ته په سفر تللی ټینګار کوی د ملګرو ملتونو سازمان د هغو بندیزونو لېرې کول چې روسیې له هغې ملاتړ کړی؛ د طالبانو د ژمنو عملی کول له هغې ډلې د تاوتریخوالی پر کمښت پورې تړاو لري. 

هغه زیاتوي:«په افغانستان کې پایداره سوله د افغانستان اسلامي جمهوري نظام پر بنسټ شونې ده او بس. همدا نظام دی چې نړیوال ترهګرۍ ته به اجازه ورنه کړي. دا روسیې په ګټه دی.»

تر هغه وروسته چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د انتقالي حکومت د جوړېدو له طرحې ملاتړ وکړ؛ څو ورځې کېږي چې د بهرنیو چارو وزارت د سولې په تړاو د خبرو لپاره مسکو ته تللی دی.

د بهرنیو چارو  وزارت ټینګار کوي چې د افغانستان په سولې مذاکراتو کې له پرمختګ پرته مسکو د ملګرو ملتونو له تور نوملړه د طالب مشرانو د نومونو د لېرې کېدو پلوی نه دی.

بل خوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت له طالبانو غواړي چې سوله وکړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري وايي:«د افغانستان ملت غوښتنه اوربند دی. د افغانستان د ملت غوښتنه د وینې توېیدو مخنیوی او باعزته سوله ده. دا موکه له لاسه مه ورکوئ او زموږ حل لار د مذاکرې مېز دی.»

اخوا د ملي روغې جوړې عالي شورا ډاډ ورکوي چې په هېواد کې به د سولې ټینګښت عادلانه وي.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي څرګندوي:«د مذاکراتو دویم پړوا چې ډېر مهم او برخلیک ټاکنونکی پړاو دی باید له ځنډ پرته مخته یوړلی شي.»

د افغانستان اسلامي جمهوریت د پلاوي او طالبانو تر منځ خبرې له ۳۶ ورځې بندون وروسته د تېرې دوشنبې پر ورځ له سره پېل شوې دي. اوس مهال هېوادوال تمه لري چې دواړه لوري سولې ته د رسېدو لپاره نرمښت وښيي او جګړه پای ته ورسوي.

شریک یي کړئ