Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تاوتریخوالي زیاتوالی؛ تېرو۲۴ساعتونو کې۲۰تنه سرتېري وژل او ټپي شوي

د هوا له ګرمېدو سره یوازې په پنځو ولایتونو کې په تېرې یوه شپه او ورځ کې د دولتي ځواکونو کابو ۲۰ تنه سرتېري وژل او ټپي شوي دي.

غزني، دایکندي،بدخشان، خوست او بلخ هغه ولایتونه دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مرګونو پېښو شاهد وو.

د هېواد په ځینو برخو کې د امنیت ضد  پېښو په لړ کې د غزني له ده یک ولسوالۍ نه رارسېدلی خبر وايي چې د دې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ سرپرست د سړک غاړې د ماین په یوې چاودنه کې ووژل شو.

عبدالرحمان فاتح په پوځي علومو کې خپله ماسټري د روسیې له هېواد نه ترلاسه کړې وه.
 
د غزني د ولایتي شورا غړی خالقداد اکبري وايي:«کله چې امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ په اطرافو کې پر ماین پاکۍ بوخت وو؛ یو ځای پر ځای شوی ماین چې د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و، چاودنه کوي چې په پایله کې یې د امنیه قومندان وژل کېږي او درې تنه نور ټپيان کېږي.»

بل خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې څلور افغان سرتېري وژل شوي او  دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
             
د ولسي جرګې غړي سید محمد داوود ناصري وویل:«دایکندي هم په افغانستان کې بوخته ده او خپل جنجالونه لري. زموږ درې ولسوال په بشپړه توګه د دښمن تر ګوزارونو لاندې دي، کجران، ناومیش او پاتو.»

له بدخشانه رارسېدلی خبر وایي چې له طالبانو سره په نښته کې د پوځ درې سرتېري وژل شوي دي. د خوست په صبریو ولسوالۍ کې هم شاوخوا لسو دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو ځایي چارواکي په دې تړاو د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.
              
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی څرګندوي:«طالبانو په تېره یوه شپه او ورځ کې په څو ولایتونو کې خوځښتونه لرل چې دغه ځوښځتونه وځپل شول. په ځانګړې توګه په هرات، زابل او کندهار ولایتونو کې دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.»
             
پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل وايي:«که چېرې دښمن موږ تر نظر لاندې ولرو، زموږ استخبارات خپله دنده په دقیقه توګه چې د عملیاتو په هکله هماغه دقیق راپورونه دي، د دښمن مفکوره او موخې دي پر خپل وخت ونه کړي، په بشپړ باور سره وایوو چې دا تاوتریخوالی نه یوازې زیاتېږي بلکې جرات هم پیدا کوي.» 

له دې ټولو سره سره هېوادوال له ښکېلو لورو غواړي چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي.
 
د کابل اوسېدونکې زهره منګورۍ څرګندوي:«موږ نور ستومانه شوي یوو، جګړه هم یوه ورځ دوه ورځې یو کال او څو کاله، څو لسیزې وشوې چې موږ په جګړه کې وسوځېدو، هیله کوم چې راشئ او سوله وکړئ.»
                    
د کابل اوسېدونکی احمد ساحل هم زیاتوي:«زموږ په هېواد کې دې تاوتریخوالی کم شي او سوله دې راشي.»

د امنیتي ادارو د شمېرو له مخې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د هېواد په شاوخوا ۲۰ ولایتونو کې د امنیت ضد پېښې شوې دي.

د خوست په صبریو ولسوالۍ کې هم شاوخوا لسو دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو ځایي چارواکي په دې تړاو د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه