Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

منندیز: مې کې د امریکايي سرتېرو د وتو پر پرېکړې دې کتنه وشي

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د سنا جرګې غړي، باب منندیز تېره ورځ(سې شنبه د کب په ۱۹مه نېټه) ویلي دي دا چې طالبانو ۲۰۲۰ کال د دوحې هوکړه کې پر خپلو ژمنو عمل نه کوي، ښایې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د ویستو پر مهلت چې د مې میاشتې لومړۍ ده، بیا کتنه وشي.

منندیز یوې ټلفوني اړیکه کې خبریالانو ته ویلي:«زه افغانستان کې د سولې بهیر په تړاو اندېښمن یم چې ایا دوام به وکړي او که نه؟‎»

د امریکا متحده ایالاتو نوې اداره غواړي چې د سولې خبرې له سره پیل شي. د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولوې هوکړې له  مخې د مې تر لومړۍ بای ۲ زره او ۵۰۰ امریکايي سرتېري له افغانستانه ووځي.

دا هوکړه د امریکا د پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ حکومت او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوه.

منندیز ډموکراټ سناتور دی او د سنا د بهرنیو اړیکو د اغېزمنتیا برخې مسوولیت لري.

نوموړي د طالبانو په تړاو ویلي د استخباراتي مالوماتو له مخې که یادې ډلې پر خپلو ژمنو عمل نه وي کړی، باید له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د ویستو پر مهلت بیا کتنه وشي.

ترکیه کې د سولې ناسته

دا په داسې حال کې ده چې نن د افغان سولې بهیر لپاره د هڅو په درشل کې ترکیه کې د سولې د ناستې خبر ورکړل شوی.

طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي ټاکل شوې ترکیه کې د سولې ناسته د مارچ میاشتې په ۲۷مه نېټه ترسره شي.

ترکي چارواکو د افغان سولې بهیر کې د همکارۍ لپاره ټټر وهلی.

ترکیه کې د "عدالت او پراختیا" ګوند ویاند، عمرسلیک انادوله خبري اژانس ته ویلي چې هېواد یې د افغانستان او سیمې سولې په تړاو منځګړتوب او هڅو ته چمتو دی.

هغه زیاته کړې:"افغانستان زموږ لپاره یو ډېر مهم هېواد دی."

ترکیه کې ناسته د ملګرو ملتونو په مشرۍ د امریکا متحده ایالاتو په وړاندیز جوړیږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان سولې بهیر چټکتیا لپاره د امریکا متحده ایالاتو له هڅو سره هم مهاله، ټاکل شوې تر راتلونکو نهو ورځو پورې مسکو هم په دې تړاو د ناستې کوربه‌توب وکړي.

چارواکي تاییدوي چې د ولسمشر غني، د ملي مصالحې د عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله په ګډون د چین، پاکستان او د طابانو استازي هم دغې ناستې ته وربلل شوي دي.

د ناستې ترسره کولو موخه دوحه کې د سولې خبرو چټکتیا ښودل شوې ده.

د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند، فریدون خوځون څرګندوي:"دغه کنفرانس ته د افغانستان ځينې شخصیتونه دعوت شوي دي، د ملي مصالحې عالي شورا رییس هم دعوت شوی دی، اوس پر بحثونو بوخت دی چې په کې به ګډون وکړي او که نه؟."

خو هغه زیاتوي چې روسیه د افغانستان سولې بهیر که مهم هېواد دی.

یوه سرچینه وايي چې ناسته د امریکا متحده ایالاتو سره په همغږۍ ترسره کیږي.

ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

امریکايي سناتور وايي چې "زه افغانستان کې د سولې بهیر په تړاو اندېښمن یم.‎"

شریک یي کړئ