د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ د سولې مذاکراتو له پيل سره هم مهاله، د جمهوري نظام او جمهوریت بحثونه راوپارول.
افغان حکومت او سیاستوال د جمهوري نظام پر خوندیتوب ټینکار کوي او طالبان په خپل اند د یوه اسلامي نظام پر رامنځه کېدو ټینګار کوي.
خو جمهوري نظام څه شان نظام دی او په افغانستان کې د جمهوریت پیلامه له کومې نېټې ده؟
په ۱۳۵۲ هجري- لمریز کال کې د چنګاښ د ۲۶مې له کودتا وروسته، په لومړي ځل په هېواد کې د جمهوري نظام بنسټ د محمد داوود خان له لوري کېښودل شو.
جمهوري نظام داسې یو نظام دی چې، د هېواد زعیم د خلکو په مستیقمو او یا هم غیر مستقیمو رایو سره غوره کېږي او د مشرۍ دوره یې هم محدوده وي.
په افغانستان کې د جمهوري نظام دویم پړاو د طالبانو له دورې وروسته پیل شو. دغه نظام له حکومت، ملي شورا او قضایه قوې جوړه ده.
اوس چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له بیا جوړېدو نږدې شل کاله تېرېږي، په دغه هېواد کې د ښځو د حقونو، د بیان آزادي او ولسواکۍ په برخو کې ګڼې لاسته راوړنې تر سترګو کېږي.
له دې ټولو سره سره، اوس د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د راتلونکي نظام څرنګوالی پر یو له مهمو مسایلو بدل شوی دی. طالبان په هېواد کې د جمهوري نظام د یوې خواته پرېښودو غوښتونکي دي؛ خو د حکومت مشران په سولې خبرو کې اوسنی نظام یعنې جمهوریت خپله سره کرښه ګڼي.
افغان ښځې بیا د راتلونکي نظام په اړه بیلې غوښتنې لري.
ځینې کارپوهان په دې باور دي، که چېرې په افغانستان کې د جمهوري نظام پر ځای بل نظام راوړل شي؛ نو ورسره به له خلکو د رایو حق واخیستل شي او ورسره به ټولنیز عدالت او د هېوادوالو تر منځ یو ډول حقوق هم به لمنځه ولاړ شي.
ځينې نور کارپوهان بیا په دې باور دي چې، په افغانستان کې د تازه راټوکېدلي ولسواکۍ د نږدې دوو لسیزو په تېرېدو او همداراز د بنسټیز کېدو لپاره یې د نړۍوالې ټولنې له ګڼو پانګونو سره سره لا هم دغه نظام ماتېدونکی دی.