Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مسکو غونډه کې د دوستم او د طالبانو دورې د لوی درستیز لفظي شخړه

د مسکو په غونډه کې چې دوه ورځې مخکې جوړه شوه، مارشال عبدالرشید دوستم او د طالبانو د دورې لوی درستیز ملافاضل سره لفظي شخړه درلوده.

د مسکو له غونډې د را رسېدلو رپوټونو له مخې مارشال عبدالرشید دوستم لومړی هغه مهال د طالبانو له مخالفت سره مخ شو چې غوښتل یې په پوځي جامو سره په غونډه کې ګډون وکړي. خو تر هغه وروسته چې مارشال دوستم په ملکي جامو سره له طالبانو سره د غونډې ځای ته دننه شو؛ د هغه او ملا فاضل تر منځ لفظي شخړه وشوه.

وایي کیسه هله پېل شوه چې دوستم د غونډې ځای ته له رسېدو سره سم، د ملافاضل پر اوږه لاس کېښود او د هغه حال یې وپوښت، خو ملا فاصل د مارشال دوستم لاس په تاوتریخوالي سره لېرې کړ او هغه ته یې د غدار او قاتل خطاب وکړ.
 
د افغانستان مرکچي پلاوي مذاکره کوونکي پلاوي مشر او د مسکو غونډې یو ګډونوال معصوم ستانکزی وايي:«په غونډو کې کله ناکله ترخې او خوږې خبرې رامنځته کېږي؛ خو زما اصلي خبره او پيغام دا دی که چېرې څوک د سولې په لور ځي، باید دا وړتیا ولري چې یو بل وزغمي.»

ویل کېږي چې تر دې پېښې وروسته مارشال دوستم د مسکو له غونډې ووت او د افغانستان اسلامي جمهوریت تر نورو غړو یوه ورځ وړاندې یې روسیه پرېښوده.
 
د مارشال عبدالرشید دوستم ویاند احسان نیرو وویل:«تر کومه ځایه چې لیدل کېږي، دغه ډله لاهم پر خپل لیدلوري او فکر ټينګار کوي؛ خو بیا هم موږ هیله لرو چې د استانبول غونډه له مسکو غوره زمینه وي.»

ملا فاضل د طالبانو د دورې لوی درستیز و او د هېواد په شمال کې یې د دوستم په وړاندې د جګړې مشري پرغاړه لرله. وروسته یعنې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې ملافاضل دوستم ته تسلیم شو. دوستم تر هغه وروسته چې څه موده یې ملا فاضل په مزار کې له ځانه سره وساته؛ نوموړی یې امریکایانو ته وسپاره او امریکایانو ملافاضل ګوانتانامو ته ولېږداوه او نوموړی د کلونو لپاره بندي وو.

په مسکو کې د دوستم او ملافاضل له تازه مخامخ کېدو وړاندې مارشال دوستم، ملا فاضل د یوه هغه طالب په توګه یادوه چې ښه آشنايي ورسره لري.

شخړه هله پېل شوه چې دوستم د غونډې ځای ته له رسېدو سره سم، د ملافاضل پر اوږه لاس کېښود او د هغه حال یې وپوښت، خو ملا فاصل د مارشال دوستم لاس په تاوتریخوالي سره لېرې کړ او هغه ته یې د غدار او قاتل خطاب وکړ.

شریک یي کړئ