Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د یوه افسر د کورنۍ ادعا، قاسم قایم تر نیولو وروسته وژل شوی

د تېر حکومت او د اوسني حکومت د کورنیو چارو وزارت برحاله افسر قاسم قایم د کورنۍ غړي ادعا کوي، چې نوموړی څلور ورځې مخکې ونیول شو او وروسته وژل شوی دی.

دوی وايي چې د نوموړي مړي چې د وهلو ټکولو او ربړونې اثار په کې لیدل کېږي، د کورنیو چارو وزارت د درې سوه بستریز روغتون د ساتوونکو له خوا پیدا شوی دی.  
 
یوولس کلن حامد د افسر قاسم مشر زوی دی. د پلار مړینې یې له سخت وضعیت سره مخ کړی او اوس مجبور دی، چې د ژوندانه ناخوالو او ستونزو ته په یوازې سر اوږه ورکړي.
     
د افسر قاسم مشر زوی حامد وویل:«ډېر ښه اخلاق یې درلودل، تراوسه یې موږ نه وو وهلي، موږ پرې ډېر ګران وو.»
  
د افسر قاسم ورور مجاهد قایم هم وايي:«زما ورور د اقل خاوند و د ماسټرۍ تر کچې یې زده کړې کړې وې او هېڅکله یې وسله نه وه اخیستې، او پر عمومي بښنې یې اعتماد کړی و او دغه حکومت ته راغلی و، خو له بده مرغه شهید یې کړ او له هغه څلور ماشومان چې ټول یې تر سن لاندې دي پاتې شول.» 

د مخکیني حکومت افسر قاسم قایم د جمهوریت تر سقوط وروسته اوه میاشتې په کورنیو چارو وزارت کې دنده ترسره کړې وه.

د افسر قایم کورنۍ وایي، چې هغه د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ ونیول شو او د یکشنبې په ورځ یې دوی د پولیسو له درې سوه بستریز روغتون نه جسد ترلاسه کړ.
    
د افسر قاسم تره محمد آصف وايي:«تر دې بریده یې وهلی ټکولی و، په دار یې ځړولی و په مرمۍ یې نه وو ویشتلی. په داسې وضعیت وژل شوی و چې په هېڅ دین کې دا عمل نه و شوی.»
  
د افسر قاسم بل تره عبدالمعصوم هم څرګندوي:«په خپل ټول عمر کې چې ۴۱ کلن شوی و، زه فکر نه کوم چې یو ماشوم ترې خفه شوی وي.»

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د دې پېښې څرنګوالی څېړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وویل:«د افسر قاسم قایم د وژنې دوسیه د کورنیو چارو وزارت تر جدي څار لاندې ده. د څېړنو له بشپړېدو وروسته د هغه پایله له رسنیو سره به شریکه شي.»

تر دې وړاندې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه څېړنیز رپوټ په خپرولو سره ویلي و، چې په وروستیو اوو میاشتو کې په هېواد کې د طالبانو له لوري د مخکیني نظام ۴۹۰ تنه نظامیان او کارکوونکي وژل شوي او یا لادرکه شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه