Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تېرو سلو کلونو کې د افغانستان د واک واګي د چا په لاس کې وو؟

د افغانستان د تېرو سلو کلونو په سیاسي تحولاتو کې، په دغه هېواد کې ۱۳ تنه واک ته ورسېدل او بېلابېل نظامونه رامنځته شول.

په تېرو سلو کلونو کې مطلقه شاهي، مشروطه شاهي، جمهوري، سوسیالیستي جمهوري، اسلامي دولت، اسلامي امارت او اسلامي جمهوري نظامونه تجربه شوي دي.

ډېری دغه نظامونه له کودتاګانو او انقلابونو سره رامنځته شوې دي.

د اماني دورې نسبتاً آرامې دورې ډېر دوام ونه کړ، داسې چې حبیب الله کلکاني د امان الله خان پر ضد راپاڅېد او نهه میاشتې یې د واک واګي په لاس کې لرل او د افغانستان د امارت بنسټ یې کېښود.

له حبیب الله کلکاني وروسته محمد نادر شاه او ورپسې محمد ظاهر شاه واک ته ورسېد.

په دې لړ کې ظاهر شاه د نهو لومړي وزیرانو په لرلو سره څلوېښت کاله پر هېواد واکمن و، دا یوازینی نظام و چې په وروستۍ پېړۍ کې یې دومره عمر وکړ.

د صلاح الدین رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت مرستیال احمد ضیا مسعود وویل:«پېړۍ تېره شوه تاسو ته معلومه ده هغه سیاسي مشران چې په هېواد کې رامنځته شول؛ دوی خپل مشروعیت تر ډېره له قوم څخه واخیست، تر ډېره له دیني مسایلو واخیست.»

تر هغه وروسته، داوودخان، نور محمد تره کی، حفیظ الله امین، ببرک کارمل، ډاکټر نجیب الله، صبغت الله مجددي، برهان الدین رباني ، ملامحمد عمر، حامد کرزی او ولسمشر غني واک ته رسېدلي دي او د جمهوري، سوسیالیستي جمهوري، اسلامي دولت، اسلامي امارت او اسلامي جمهوري نظامونه یې رامنځته کړل.

  د افغانستان د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني څرګنده کړه:«په تېرو سلو کلونو کې د ظاهر شاه د دورې یوازې لس لومړني کالونه غوړیدلي وو یا هماغه د ډيموکراسۍ لسیزه چې په هغې پېر کې څو لومړي وزیران و ښه کار وکړ.»

افغانان د دې پېړۍ په څه باندې څلوېښتو کلونو کې په کورنیو جګړو کې ښکېل وو. په تېرو سلو کلونو کې د هېواد بیرغ هم په ځلونو بدل شوی دی.

د افغانستان لومړنی درې رنګه بیرغ په ۱۳۰۷کال کې د شاه امان الله خان په وړاندیز په تور؛ سور او زرغون رنګونو د ولسي جرګې له لوري تایید شو.

  د پوهنتون استاد فرامرز تمنا څرګنده کړه:«دغه قرن موږ ته دا را زده کړل چې د افغانستان یوه جدي ستونزه په حاکمیت کې د ثبات او پایدارۍ نشتون دی موږ په پرله پسې توګه جوړښتونه بدل کړل، خو موږ یې پراختیا نه ونه رسولو. بلې پېړۍ ته زموږ درس دا دی چې د جوړښتونو بدلون او د سیاست د جامو بدلول زموږ د دولتونو نومونه پراختیا ته نه رسوي.»

په تېرو سلو کلونو کې په هېواد کې  ۱۳ پاچاهان، ولسمشران او  امیران واک ته رسېدلي دي. په دې پېړۍ کې دوو کسانو حبیب الله کلکاني او ملامحمد عمر ځانونه امیرالمومنین بللې دي.

سیاسي مشرانو او سیاستوالو هم په ځلونو له یو بل سره ژمنې لرلې دي، خو په ځلونو دا ژمنې ماتې شوې دي، داسې چې سیاسي مشرانو په مکې معظمه کې قسم وکړ، خو هېواد ته له راستنېدو وروسته یې هغه په پام کې ونه نیوه.

د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ ولسمشریز ټاکنې هم په همدې پیړۍ او ۱۳۸۳ کال کې وشوې چې حامد کرزی په کې د ولسمشر په توګه غوره شو.

یو شمېر دغه نظامونه د نورو هېوادونو په ملاتړ رامنځته شوي دي. اوس مهال چې افغانستان د څوارلسمې لمریزې پېړۍ په درشل کې دی؛ هېوادوال تمه لري چې داسې نظام جوړ شي چې سوله او ټیکاو رامنځته کړي او بشري حقونه په تېره بیا د ښځو او لږکیو حقونه په کې وساتل شي.

شریک یي کړئ