Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د احمد شاه مسعود د یادښت لپاره د پاریس پر یوه واټ لوحه ودرول شوه

د ملي اتل احمد شاه مسعود د یادښت او درناوي په پار د پاریس پر یوه واټ ځانګړې لوحه ودرول شوه. 

د پاریس ښاروالۍ تېر کال د سلواغې په میاشت کې، د دغه ښار د اتمې ناحیې په یوې برخه کې د دغې لوحې د نصب کېدو د طرحې له تصویبه خبر ورکړ.

په همدې مناسبت نن شنبه په دغه واټ کی یو پروګرام جوړ شوی  وو چې په کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او د احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود په ګډون ځينو نورو افغان سیاستوالو هم ګډون درلود.

د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود وايي:«نن ورځ قومندان مسعود د افغانستان او فرانسې تر منځ د هېواد پالنې سمبول دی. دواړه هېوادونه به ډېر ژر د خپلو اړیکو سلمه کالیزه ولمانځي. په تېرو سلو کلونو کې د فرانسې ولس په بېلابېلو برخو په تېره بیا د تندلارو نظرونو پر وړاندې له موږ سره مرسته کړې ده.»

احمدشاه مسعود؛ شل کاله وړاندې د ۱۳۸۰ لمریز کال د وږي په اتلسمه نېټه په یوه ځانمرګي برید کې د تخار ولایت په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې ووژل شو.

په افغانستان کې احمد شاه مسعود ته د ملي قهرمان لقب ورکړل شوی دی؛ خو نوموړی د خپلو ترسره کړو چارو له امله په ځينو نورو هېوادونو کې هم مشهور دی. په دې لړ کې د عربي اماراتو یوه شرکت په دې وروستیو کې د فرمانده مسعود په نامه یو ډول عطر بازار ته وړاندې کړې دي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او د احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود په ګډون ځينو نورو افغان سیاستوال په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره فرانسې ته تللي دي.

شریک یي کړئ