Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینې: ولسمشر د سولې لپاره داسې طرحه چمتو کړې چې درې برخې لري

په ارګ کې سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې ټاکل شوې ده ولسمشر غني د راتلونکې اوونۍ په لومړیو ورځو کې هغه طرحه چې د سولې لپاره یې چمتو کړې، خپره کړي.

د سرچینې په وینا دغه طرحه درې برخې لري او د هغه جزییات ولسمشر په تېرو څو ورځو کې د ځينو هېوادونو له سفیرانو او د نړیوالو بنسټونو له استازو سره د لیدو په لړ کې شریک کړي دي.

ولسمشر غني په تېرو څو ورځو کې په کابل کې د امریکا سفارت له سرپرست، د ناټو له ملکي استازي، په افغانستان کې د یوناما دفتر له سرپرستې، د اروپايي ټولنې د ځینو غړو هېوادونو، د افغانستان د ګاونډیانو او ځينې اسلامي هېوادونو له ډيپلوماټیکواستازو سره کتلي دي.
                       
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وویل:«لارې په دغې نقشه کې لومړی محور د اساسي قانون ساتل او د هغه دوام دی؛ د دې په منظور چې موږ د یو ډول پاشلو مخنیوی وکړو.»

سرچینو طلوع نیوز ته دا هم ویلي چې ولسمشر خپله دغه طرحه نن یکشنبه د سولې د عالي شورا مشر، ډاکټر عبدالله ته هم سپارلې ده.
  
سرچینې وایي د ولسمشر طرحه له درېیو برخو جوړه ده. لومړۍ هغه یې د سولې رامنځته کول، یعنې له طالبانو سره مذاکرات دي. دویمه برخه یې سولې ته د لارې د پرانستو لپاره د انتقالي حکومت جوړېدل او درېیمه هغه یې د سولې ساتنه ده چې له انتقالي حکومت وروسته مسایل په کې رانغاړل شوي دي.
 
په ارګ کې سرچینې دا هم وایي چې ولسمشر په دغو ملاقاتونو کې د بهرنیو سیاسي نمایندګیو استازو ته په ډاګه ویلي چې د ټاکنو تر کېدو به د ده او د ده مرستیالانو څوکۍ او ورسره د امنیتي ځواکونو اوسنی جوړښت خوندي وي.
                   
د افغانستان د ملي کنګرې مشر عبدالطیف پدرام وايي:«نه یې طالب مني او نه یې موږ منوو او نه هم سیاسي بهیرونه.»

ها خوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم نن یکشنبه د امریکا له لورې د وړاندې کړل شوې طرحې په تړاو د خپلو ارزونو د کار نتیجه د ملي روغې جوړې د عالي شوار ۱۵ کسیزې کمېټې ته وسپارله.
 
د ملي روغې جوړې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون څرګندوي:«موږ هیله لرو چې د ترکیې غونډې تر ترسراوي موږ وکړای شو چې د بېلابېلو لوریو ترمنځ د نظر یووالی رامنځته کړو.»

له دې سره جوخت په دوحه کې هم ګړندۍ هڅې روانې دي چې په ډېر احتمال د اپریل په ۱۶ سمه په ترکیه د جوړېدونکې غونډې لپاره اجندا جوړه شي. خو دا هم ویل کېږي چې طالبانو لا تر اوسه د غونډې د جوړېدو پر نېټه موافقه نه ده کړې.  
                    
د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند محمد نعیم په دې هکله وايي:«موږ به له ځانه هم یو څه ولرو خو دا چې هلته (د ترکیې په غونډه کې) څه چې مطرحه کېږي موږ به د هغه په اړه پرېکړه وکړو.»

تمه کېږي چې د ترکیې برخلیک ټاکوونکې غونډه به لس ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام پر څرنګوالي سلا وشي. 

د سرچینې په وینا ولسمشر په دغو ملاقاتونو کې د بهرنیو سیاسي نمایندګیو استازو ته په ډاګه ویلي چې د ټاکنو تر کېدو به د ده او د ده مرستیالانو څوکۍ او ورسره د امنیتي ځواکونو اوسنی جوړښت خوندي وي.

شریک یي کړئ