په کندهار کې د ولسي وګړو پر موټر د ماین چاودنې په پایله کې د دوه ماشومانو په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.
د کندهار د امینه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي چې دغه پېښه تېره شپه د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په زرتالي سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا چې د ولسي وګړو موټر د سړک غاړې ته پر ماین برابر شوی چې په پایله کې یې یوه ښځه، یو سړی او دوه ماشومان وژل شوي دي.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.