Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ښوونځيو کې ستونزې؛ د پوهنې وزارت چارواکي د سنا جرګې ته راوبلل شول

مشرانو جرګې د کابل او ولایتونو په ښوونځیو کې د ښوونکو او کتابونو د کمښت له امله د پوهنې وزارت چارواکي د ځواب ویلو لپاره دغې جرګې ته راوبلل.

ځينې سناټوران په ناعادلانه توګه د بودیجې وېش او د دغو امکاناتو نشتون ناورین رامنځته کوونکی ګڼي.

په داسې حال کې چې د ۱۴۰۰ ښوونیز کال له پېلېدو څه باندې یوه میاشت تېرېږي، خو تر اوسه د مرکز او  ولایتونو ډېری ښوونځي د کتابونو، ښوونکو او نورو امکاناتو د کموالي له ستونزې سره لاس او ګرېوان دي.

د مشرانو جرګې غړي وایي په کابل کې داسې ښوونځي شته چې د اتو کلونو په تېرېدو سره لا هم ودانۍ او څوکۍ نه لري او سږکال د کتابونو او ښوونکو کموالي د دې برخې ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.

د مشرانو جرګې غړې فوزیه سادات څمکنۍ څرګندوي:«له لومړي ټولګي تر اتم ټولګي زده کوونکي درس لوستی او ورته یوه هیله شوې چې پر څوکۍ کېني او درس ووايي.»

د مشرانو جرګې ځينې غړي وایي چې له ۱۱ زره هغو بستونو نه چې سږکال پوهنې وزارت ته ځانګړِ شوي دي، حکومت ۸۰۰۰  هغه یوازې د ننګرهار او کندهار ولایتونو ته په پام کې نیولي دي.

د مشرانو جرګې د پوهنې کمېسیون غړې آمنه افضلي په دې هکله داسې وايي:«کله چې ښوونکی نه وي او کله چې کتاب نه وي ټولګی او ښوونځی څه مانا لري.»

د مشرنو جرګې دغې غونډې ته د پوهنې وزارت سرپرسته رابلل شوې وه، خو رنګینه حميدي ورته رانه غله. خو د پوهنې وزارت مرستیال وایي چې د دغه وزارت له ۱۰۰ سلنې بودیجې نه ۹۴ سلنه یې د دغه وزارت د کارکوونکو معاشونه دي او په وینا یې یوازې څلور سلنه بودیجه پر نورو چارو لګول کېږي.

د پوهنې وزارت مرستیال عطا الله وحیدیار وايي چې په تېرو څو کلونو کې سرچینې په ناعادلانه توګه وېشل شوې دي، داسې چې د ده په خبره ځیني ښوونځي د شلو زده کوونکو پر سر یو ښوونکی لري، خو په یو شمېر نورو ښوونځيو کې بیا ۷۰ زده کوونکو ته د یوه ښوونکي له لوري درس ورکول کېږي.
   
ښاغلی وحیدیار څرګندوي:«موږ پنځلس مضمونه تدرس کوو. باید پنځلس مضمونه چاپ کړو. کله چې تاسې درې مضمونه تدرس کوئ، درې مضمونه باید چاپ کړئ او زموږ له یوه ریفورم سره زموږ ۲۰ سلنه ښوونکو کمښت ته رسېدنه کېږي.»     

خو د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د پوهنې وزارت د مسوولانو دا خبرې د قناعت وړ نه ګڼي.
 
د مشرانو جرګې د غړو په وینا سږکال د پوهنې په برخه کې ستونزې خورا زیاتې دي او که دغه ستونزې هواري نه شي، د هېواد د ماشومانو راتلونکی به له جدي ستونزو سره مخ شي.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د پوهنې وزارت د مسوولانو دا خبرې د قناعت وړ نه ګڼي.

شریک یي کړئ