پاکستان د کورونا وبا د پراختیا د مخنیوي لپاره افغانستان او ایران سره د مساپرو پر مخ خپلې سرحدي لارې وتړلې.
د پاکستان دولت اعلان وکړ، چې د روان کال د مې له ۵مې تر ۲۰مې نېټه پورې به د دغه هېواد سرحدي لارې د مساپرو د تګ راتګ پر مخ تړلې وي؛ خو ترانزیتي او سوداګرېز کارونه به د تېر په څېر دوام وکړي.
په پاکستان کې د کورونا وبا د پراختیا او د دغې ناروغۍ د نوېو بڼو ثبتېدل ځینې اندېښنې راولاړې کړي، چې دغه هېواد د هند وضعیت سره مخ نهشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان په سند ایالت کې سیمهییزو چارواکو د برازیلۍ او سویلي افریقا د بڼې تشخیص سره خبرداری ورکړ، که روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونه نیول شي دغه هېواد به د خپل ګاونډي هېواد له برخلیک سره مخ شي.
اوس مهال هند د کورونا وبا د پراختیا له بحران سره مخ دی، چې په تېرو څلروېشت ساعتونو کې په کوویډ۱۹ ۳۶۸۰ اخته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د دغه ویروس نوې بڼه د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه روغتون کې تشخیص شوې، هغه ښار چې ۱۷ میلیونه وګړي لري او په دغه هېواد کې یې د کورونا د قربانیانو ترټولو ډېرې شمېرې ثبت کړي.
د شنبې په ورځ د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې دغه هېواد به خپلې نړۍوالې الوتنې تر ۸۰سلنه راکمې کړي.
پاکستان په تېرو څلروېشت ساعتونو کې ۴زره او ۶۹۶ د کورونا مثبتې پېښې ثبت کړي او ۱۴۶ کسانو بیا د دغې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی.