د طلوع نیوز پخوانی خبریال او د سیاسي پروګرامونو چلوونکي ترور د رسنۍ د ټولنې او د ازادو رسنیو د ملاتړو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیې کې د نعمت روان د ترور په غندنې سره دغه برید یو ترهګریز برید بللی دی.
د نعمت روان د ترور مسوولیت لا تر اوسه هېڅ یوې ډلې نه دی منلی؛ خو ولسمشر ماڼۍ وايي، طالبان باید دا درک کړي چې د ولس پر وړاندې د جګړې دوام او تاوتریخوالی د وضعیت د لا پېچلتیا لامل کېږي او ورسره د سولې لپاره برابره شوې موکه ضایع کېږي.
طالبانو په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.
خبریال حامد مایار په دې هکله وايي:«زه همدا وایم چې دواړه لوري باید خپل مسوولیت ادا کړي او په دې وروستیو کې د دواړو لوریو له خوا رسنیو ته ګواښ کېږي چې له دغې تشې نورې ډلې استفاده کوي.»
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم له ملګرو ملتونو او حکومته غوښتي، داسې کړنلاره دې غوره کړي چې، ورسره خبریالان او د بیان ازادۍ ته زیان ونه رسېږي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د پروګرامونو مسوول صدیق الله توحیدي وايي:«خبریالان مُلکي کسان دي پر خبریالانو برید پر ولسي وګړو برید او جنګي جنایت دی.»
خبریال سید احمد ابرابر هم زیاته کړه:«هم افغان حکومت او هم طالب ډله په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه رسنۍ وګواښلې چې زموږ له نظره د بیان ازادۍ پر ستوني عملاً وروستۍ ګام دی.»
له دې سره سم، یو شمېر خبریالان وايي، دغه ډول پېښې نشي کولی چې د بیان آزادۍ مخه ډب کړي.
خبریال عصمت الله احمدزی هم څرګندوي:«د ترهګرو ډلو بریدګر تل په دې هڅه کې وي چې د رسنیو ټولنې نخبه ګان په نښه کړي او بالاخره د خبریالانو روحیه او د خبر رسونې روحیه کمزورې کړي.»
نعمت روان د افغانستان د رسنیو برخې لومړنی قرباني نه دی او د خبریالانو پر وړاندې تل ګواښونو وو او کله ناکله د دغو ګواښونو کچه ډېره لوړه شوې هم ده.
له تېرو دوو کلونو راهیسې په بیلابیلو پیښو کې لږ تر لږه ۱۳ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.