Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قربانیانو کورنۍ: پر سیدالشهدا ښوونځي برید دې جدي وڅېړل شي

د کابل لوېدیځ کې د سیدالشهدا پر ښوونځي د خونړیو چاودنو د قربانیانو کورنۍ وایي، ملګري ملتونه دې د چاودنو څرنګوالی وڅېړي.

هغوی نن په کابل کې یوه خبري غونډه کې وویل، د پېښې د څېړنې ترڅنګ، باید د زده کوونکو د امنیت ټینګښټ ته جدي پام وشي.

د دې پېښې د قربانیانو کورنۍ په دې پېښه کې د وژل شویو  شمېر۹۰ تنه او د ټپيانو شمېر ۲۴۰ تنه بولي؛ هغه شمېر چې له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت له خوا اعلان شوی وو د قربانیانو شمېر ۶۲ او د ټپيانو شمېر هم ۱۵۰ ښودل شوی وو.

دوی په یوې خبري غونډه کې له ملګروملتونو او حکومته غواړي چې دا پېښه په هراړخیزه توګه وڅېړي او نتیجه یې اعلان کړي.
 
د قربانیانو استازې معصومه وايي:«له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو څخه د دغه وحشیانه برید د څېړنې او د حقیقت موندونکي پلاوي له لارې د هغه د عاملانو د پېژندلو غوښتونکي یوو، ترڅو د هزاره ټولنې په ځانګړې توګه نجونې د تحصیل او زده کړې له حقه بې برخې نه شي.»

د قربانیانو کورنۍ له حکومته غواړي چې د کابل په لوېدیځ کې د امنیتي چتر په جوړولو سره د زده کوونکو امنیت ته جدي پام وکړي.

له حکومته د دوی بله غوښتنه د وژل شویو زده کوونکو د کورنیو پر ستونزو غور او د ټپیانو درمنله ده.

د یوې قربانۍ پلار رحب علي وویل:«امنیت دې ټینګ کړي، د امنیت له ټینګښت پرته بله غوښتنه نه لرو.»

د یوې قرباني خور مینه نظري وايي:«موږ امنیت غواړو! دولت په ځلونو ژمنه کړې او پر خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی.»

بل خوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له حکومته غواړي د کابل په لوېديځ کې پر سیدالشهدا ښوونځي د خونړۍ برید په څېړلو کې بې غوري ونه کړي.
           
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشرانو رییس ‌ذبیح الله فرهنګ څرګنده کړه:«دومره خلک ووژل شول او ماشومان قرباني شول؛ باید حکومت عملي اقدام وکړي. که چېرې نه غواړي او نه شي کولای باید له نړیوالې جزايي محکمې مرسته او همکاري وغواړي.»  

ولسمشر غني د سیدالشهدا ښوونځي مخې ته له پرله پسې چاودنو دوه ورځې وروسته خپلو مرستیالانو ته د پېښې د څېړلو او د کابل د لوېدیځ د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره د  طرحې د جوړولو لارښوونه وکړه. اوس د ولسمشر د دویم مرستیال دفتر وایي چې د امنیت طرحه به تر راروانو څو ورځو وروستۍ شي.
           
د ولسمشر د دویم مرستیال مطبوعاتي سلاکار هادي محمد هدایت وايي:«د کابل په لوېدیځ کې د مېشتو د نفوذ او په دغې سیمه کې د امنیتي بنسټونو د شته ظرفیتونو په هکله یوه تخنیکي مطالعه ترسره شوې. له دغو سلامشورو وروسته د کابل د لوېدیځ د امنیت لپاره یوه جامع طرحه چمتو شوې او ډېر ژر به د اجرايي کېدو لپاره ولسمشرۍ ماڼۍ ته واستول شي.»

د کابل په لوېديځ کې د سیدالشهدا ښوونځي پر زده کوونکو د روژې میاشتې په اوه ویشتمه لومړی د موټربم چاودنه او ورپسې د دوو اېښودل شویو ماینونو چاونې وشوې. دغې پېښې سخت غبرګونونه راوپارول.
 
شریک یي کړئ