د فاریاب د پولیسو چارواکو نن (پنجشنبې، د غبرګولي په ۶مه) وویل چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا توغول شوي هاوان څلور تنه وژلي او شپږ تنه نور ټپيان کړي دي.
د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي چې په دغې پېښه کې دوه امنیتي ځواکونه هم ټپيان شوي دي.
هغه زیاتوي چې طالبانو تېره ورځ مازدیګر د هاوان له توغولو سره غوښتل چې امنیتي ځواکونو ته زیان ورسوي.
بلخوا طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.