Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیاستوال: طالبان د جګړې له لارې واک ته نه شي رسېدای

ځينې سیاستوال او پخواني جهادي قومندانانو چې نن (جمعه د غبرګولي په ۷مه) کابل کې د داوود داوود او شاه جهان نوري د لسم تلین په مناسبت جوړو شو مراسمو کې سره راغونډ شوي وو طالبانو ته یې ګواښ وکړ چې د جګړې له لارې واک ته رسېدای نه شي.

 له ې منځه د اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاح الدین ربانی وایي چې نننی پښت (نسل) د مقاومت دورې د پښت پرتله د هېواد دفاع، ازادۍ او د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنو ساتلو ته چمتو دي.

هغه ټينګار وکړ که چېرې طالبان فکر کوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د جګړې له لارې افغانستان نیولای شي، نو په خپلې محاسبې کې تېروتي دي:«طالبان باید پوه شي چې د ازادۍ او عدالت په هکله د خلکو او د افغانستان د اوسني پښت باور د تېرې ورځې او مقاومت دورې پرتله څو برابره زیات شوی دی.»

صلاح الدین رباني د حکومت پر سیاستونو نیوکه کوي او وایي په داسې وضعیت کې چې افغانستان ملي اجماع ته اړتیا لري، حکومت د خلکو او سیاستوالو ترمنځ د تفرقې سیاست ته مخه کړې ده.

ښاغلی رباني زیاتوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو پرېکړې له امریکا سره په جګړه کې د طالبانو د بري حس ته مشروعیت ورکړی دی.

بل خوا په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد محقق وایي چې طالبان سولې ته لېوالتیا نه لري او نړۍواله ټولنه باید پرې نه ږدي چې افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شي.

ښاغلي محقق ټينګار وکړ په داسې حال کې چې د هېواد له پوځيانو ملاتړ کوي خو په خپله هم د طالبانو د جګړې د پرېکړې په وړاندې مقاومت ته چمتو دی:«د دولت ترڅنګ، د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د اسلامي جمهوري نظام په کرښه کې ولاړ یوو او موږ په خپله هم لږ لږ چمتووالی نیولی دی.»

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار څرګندوي:«له بده مرغه وضعیت یې داسې کړی دی چې خلک د بد او بدتر ترمنځ اړ دي چې په بد کې واوسو؛ ځکه چې د خلکو برخلیک له لارې ورکۍ سره مخ نه شي.» 

ځينې نور ویناوال جنرال محمد داوود داوود او جنرال شاه جهان نوري د اغېزناکو جهادي څېرو په توګه یادوي.

د شاه جهان نوري ورور خالد نوري وویل:«موږ په یو بل پسې ترور کېږو. خو د دوی د دوسیو د څېړنې لپاره هېڅ غږ، هېڅ حرکت او هېڅ پرېکړه نشته او موږ ستومانه شوي یوو.»

د هېواد په شمال کې د ۳۰۳ زون پخوانی قومندان جنرال داوود داوود او د تخار پخوانی امنیه قومندان شاه جهان لس کاله وړاندې په تخار ولایت کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.

په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد محقق وایي چې طالبان سولې ته لېوالتیا نه لري او نړۍواله ټولنه باید پرې نه ږدي چې افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شي.

شریک یي کړئ