Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر سیدالشهدا ښوونځي د برید پر څېړنې د قربانیانو د کورنیو ټينګار

په کابل کې د سیدالشهدا د ښوونځي پر زده کوونکو په برید کې د وژل شویو کسانو کورنۍ وايي چې پر دغه ښوونځي له بریده شل ورځې تېرېږي، خو حکومت تراوسه د خپلې څېړنې پایلې له هغوی سره شریکې کړې نه دي.

دوی زیاتوي که چېرې د دغه ښوونځي امنیت ډاډمن نه شي؛ نو خپل بچیان به دغه ښوونځي ته ونه لېږي.

د روان کال د غوايي په ۱۸مه نېټه د کابل په لوېدیځ کې پر سیدالشهدا ښوونځي برید کې، لږ تر لږه ۸۷ تنه ووژل شول او ۱۸۰ تنه نور ټپيان شول. ډېری وژل شوي او ټپيان شوي هغه زده کوونکي وو چې له ښوونځي رخصت شوي وو.
 
د یوې وژل شوې زده کوونکې د کورنۍ غړی محمد حکیم وايي:«دولت موږ ته هېڅ ځواب نه دی راکړی چې د دغه برید عاملان څوک وو او ولې یې دا برید وکړ.»

د یوې بلې وژل شوې زده کوونکې د کورنۍ غړی حبیب الله هم زیاتوي:«زه د خپل ورور په ویر کې یم. نه غواړم چې بل ورور مې هم له لاسه ورکړم.» 

دغه کورنۍ وایي چې که حکومت د سیدالشهدا ښوونځي امنیت ونه ساتي نور به پرنه ېږي چې لوڼې او زامن یې دغه ښوونځي ته ولاړ شي، خو زده کوونکې غواړي چې ښوونځی یې بېرته پر مخ پرانستل شي.
 
د سیدالشهدا ښوونځي زده کوونکې زهرا وايي:«زموږ غوښتنه دا ده چې ښوونځی پرانیستل شي له درسه پاتې نه شو او خپلو موخو ته ورسېږو.»

حکومت تراوسه په دې هکله چې د دغه برید په هکله یې څېړنې کوم ځای ته رسېدلې دي، څه نه دي ویلي؛ خو له دې مخکې یې ټينګار کړی و چې دغه برید به په پراخه او جدي توګه وڅېړل شي.

ولسمشر غني خپل دویم مرستیال ته حکم کړی و چې د کابل د لوېدیځ لپاره امنیتي طرحه چمتو کړي؛ هغه طرحه چې تراوسه روښانه نه ده چې چمتو شوې او که نه؟

شریک یي کړئ