Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

صلاح الدین رباني: د دولت عالي شورا جوړېدل یو سمبولیک ګام دی

صلاح الدین رباني له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې، لا تر اوسه د دولت عالي شورا موخې ورته روښانه نه دي او د دغې شورا جوړېدل د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا یوه ننداریزه او سمبولیکه چاره ګڼي.

نوموړی زیاتوي، د ده په مشرۍ جمعیت ګوند لا تر اوسه د دولت عالي شورا کې د ګډون لپاره څه پرېکړه نه ده کړې؛ خو په وینا یې د حکومت په اړه د دغه ګوند دریځ روښانه دی:«د شورا غړي باید پرېکړه کوونکي وي نه دا چې دوی یوازې د دیکور لپاره وي. او یا په تصویر کې وي او د پرېکړې او تصمیم په وخت کې حضور ونه لري.»

رباني وایي چې تر اوسه دوه ځلي د دولت په عالي شورا کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده، خو زیاتوي چې د حکومت په هکله د ده په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند دریځ روښانه دی او ترهغه وخته چې د دولت د عالي شورا د پرېکړه کوونکي رول په تړاو ده ته ضمانت ورنه کړل شي، د دولت په عالي شوار کې به ګډون ونه کړي.

نوموړي څرګنده کړه:«زه چې د ملي یووالي حکومت د فعالیتونو تاریخ او تېر وینم او له هغې وروسته د ۲۰۱۹ کال ټاکنې او هوکړه لیک چې د هغه په پایله کې د ټاکنو ستونزې حل شوې، د دې ښودنه کوي هغه ژمنې چې دوی کړې وې پر هغوی یې وفا نه کړه او سرغړونه پر سرغړونې یې کړي دي او هغه کسان چې د دغه هوکړه لیک بل لوری و، له بدغه مرغه له سپکاوي پرته بل څخه یې ترلاسه کړي نه دي.»

له دې سره سم، د ولسمشر سیاسي سلاکار اکرم خپلواک وايي، ګلبدین حکمتیار د دولت د عالي شورا په اړه خپل لیدلوری ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولی او د صلاح الدین رباني لیدلوري ته په تمه دي او د ولسمشر غني له تاییدۍ وروسته به دغه شورا په رسمي توګه خپل کار پیل کړي.

ښاغلي خپلواک وویل:«د رباني صاحب د نظر په تمه وو. کړنلاره وروستۍ شوې ده.»

ښاغلی خپلواک زیاتوي چې د دغې شورا پر صلاحیتونو او کړنلارو کار بشپړ شوی دی او ټاکل شوې ده ولسمشر په راروانه اوونۍ کې د راټولو شویو نظرونو په هکله وروستۍ پرېکړه وکړي او تر هغې وروسته دغه شورا په رسمي توګه خپل کار پېل کړي:«کارونه وروستي شوي دي او وروستۍ پایله هم په راتلونکې اوونۍ کې له ولسمشر سره شریکه کېږي.»

د ولسمشر دغه سلاکار وایي چې د دولت عالي شورا به د څلورو ښځو په ګډون ۲۱غړي ولري. د دغو څلور ښځو له منځه د فاطمې ګیلاني او حسینې صافۍ حضور وروستی شوی دی، خو د دوو نورو ښځو د غړیتوب په هکله لا سلامشورې پای ته نه دي رسېدلې.  

د ولسمشر سیاسي سلاکار اکرم خپلواک وايي، ګلبدین حکمتیار د دولت د عالي شورا په اړه خپل لیدلوری ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولی او د صلاح الدین رباني لیدلوري ته په تمه دي.

شریک یي کړئ