د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن یکشنبه، د غبرګولي په ۹ مه نېټه، کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، په یو څو لویو مسایلو ولسمشر غني سره توافق ته رسېدلی دی.
د حزب اسلامي مشر وایي، له ولسمشر محمد اشرفغني او پخوانی ولسمشر حامد کرزي سره درې په درې غونډه کې یې، په لږ تر لږه اتو مسایلو توافق کړی.
خو په کومو مسایلو توافق شوی؟
په هکله یې ښاغلي حکمتیار ویلي:
- یوې واحدې طرحې سره د ستنبول په غونډه کې د ده (حکمتیار) ګډون.
- د انتقالي حکومت جوړول، چې د پرېکړو عالي شورا به لري او غړي به یې د طالبانو په ګډون اته لوري وي.
- د طالبانو او حزب اسلامي د ټولو بندیانو ازادول.
- د پورته مسایلو له عملي کېدو وروسته د اوربند اعلان.
- د ټاکنو په ګډون یوه انتخابي جرګه کې د هېواد لویو مسایلو په هکله پرېکړې، داسې جرګه چې کې غړي به یې انتصابي نه وي، بلکې ټاکل کېږي به.
- د دولت د عالي شورا جوړول.
د ښاغلي حکمتیار په خبره، ولسمشر غني ومنله، چې دا پورته مسایل به په اتو ورځو کې خلکو ته اعلانوي.
د حکمتیار په وینا، داسې هڅې روانې دي، چې د طالبانو له مشرانو یوه "پټه" غونډه وشي او په هغې غونډه کې به معلومه شي، چې طالبان سوله غواړي که جګړه؟
د حزب د اسلامي د مشر په وینا، د ولسمشر غني په ډله کې اختلافونه دي او دا اختلافونه د سولې بهیر او د دولت عالي شورا د جوړېدو پر سر زیات دي.
ننني خبري کنفرانس ته ښاغلي حکمتیار وویل، ګوندونه د جګړې ختمولو او سولې لپاره، پر یوه واحده طرحه سلا دي. خو که حکومت کوم څه و نهکړي، نو ګوندونه به خپله، خپلې پرېکړې وکړي.
بلخوا، د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پرون شبنه وویل، چې د دولت عالي شورا به یوازې د سولې په برخه کې فعاله وي.
ښاغلي محب زیاته کړې، چې د دولت عالي شورا به، نورو چارو کې دخیله نه وي او د حکومتولۍ چارې به د حکومت مشران مختهوړي.
خو د ملي مصالحې د عالي شوره یوه مرستیال اسدالله سعادتي، پرون شنبه ویلي، د دولت عالي شورا باید ټولو چارو کې دخیله وي او د سولې د بهیر مشري خو د مصالحې د عالي شورا صلاحیت دی.
ښاغلي سعادتي تینګار کړی، چې ځینې سیاستوال د دولت د عالي شورا پر جوړېدو ملاحظې لري او دولت باید دې ملاحظو ته پام وکړي، تر څو د دولت عالي شورا د یوې ملي اجماع په نتیجه کې جوړه شي.
له دې ټولو سره ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، په پام کې ده، چې همدې روانه اوونۍ کې د دولت د عالي شورا د غړو ترکیب وروستی شي.