Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رپوټ: عمران خان افغانستان کې سیاسي جوړجاړی غواړي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، د روان میلادي کال وروستیو کې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، نو پاکستان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې، په دغه هېواد کې، پر سیاسي جوړجاړي ټینګار کوي.

عمران خان وایي، دا د دې لپاره چې لوېدیځ ګاونډي کې یې د کورنۍ جګړې ګواښ کم شي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اپریل په میاشت کې اعلان وکړ، چې د روان میلادي کال، د سپټمبر تر ۱۱ مې به له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي. د امریکا دغې پرېکړې د افغانستان د راتلونکې په هکله اندېښنې راولاړې کړې دي.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو اوس اوس ویلي، چې د ځواکونو له څلورو برخو، یوه یې له افغانستانه وتلي دي. امریکایي ځواکونو، افغان ځواکونو ځینې اډې هم سپارلې دي، چې دا څو ورځې وړاندې یې د "نیوکابل کمپ" هم افغان ځواکونو ته وسپاره.

پرون (جمعه د غبرګولي په ۱۴ مه) د پاکستان لومړي وزیر عمران رویټرز سره مرکه کې ویلي: «اوسمهال پاکستان کې ډېره وېره ده او زه تاسو ته ډاډ درکوم، چې موږ به د امریکا تر وتلو وړاندې، افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره تر خپله وسه هڅې وکړو.»

که څه هم د کوچني اختر درې ورځې اوربند وو، خو ورپسې جګړې زور واخېست او اوس تاوتریخوالی لا هم په لوړه کچه کې دی.

پرون جمعه افغان امنیتي چارواکو وویل، چې د هېواد په لږ تر لږه لسو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

د پاکستان لومړي وزیر رویټرز سره مرکه کې دا هم ویلي:«له کله نه چې امریکایانو له افغانستانه د وتلو نېټه ټاکلې... طالبان داسې انګېري چې ګنې جګړه یې ګټلې ده.»

پاکستاني لومړي وزیر زیاته کړې، د امریکا تر پرېکړې وروسته به د طالبانو راضي کول اسان کار نه‌وي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د نېټې تر اعلان راوروسته، دوحه کې هم د افغان سولې مذاکراتو کې د پرمختګ څه څرک نه لګېږي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي زیات غړي، دا څو ورځې وړاندې بېرته دوحې ته ستانه شول، چې له طالبانو سره په ټپه ولاړې خبرې بېرته پیل کړي.

رویټرز سره مرکه کې د پاکستان لومړي وزیر ویلي، که افغانستان کې کورنۍ جګړه وشي او بیا خلک کډوال شي، نو تر افغانستان وروسته به تر ټولو ډېر زیان پاکستان ته ورسېږي.

عمران خانه زیاته کړې: «او بیا به پر موږ هم فشار راشي، چې ګام واخلو او برخه یې شو.»

هغه ویلي، حکومت یې د لسیزو پخوانۍ پالیسي بدله کړې او د دې لپاره چې د یوه دوست حکومت ډاډ ترلاسه شي.

تېره میاشت ولسمشر محمد اشرف غني په بېلابېلو غونډو کې وویل، اوس یې وخت دی، چې پاکستان یو انتخاب وکړي. ولسمشر غني د افغانستان سولې بهیر کې د پاکستان پر عملي ګامونو ټینګار کړی وو.

بل‌خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي، تېره اوونۍ د اروپا پارلمان سره یوه انلاین غونډه ه کې وویل، افغانستان کې داسې کسان شته چې د افغان سولې بهیر ګډوډوي.

ورپسې یې، د تاجکستان له ولسمشر امام‌علي رحمان سره په اسلام اباد کې کتنه کې خپله پورته خبره تکرار کړه او ویې ویل، افغانستان کې دننه داسې کسان شته چې سوله تخریبوي.

د شاه‌محمود قریشي دغو څرګندونو ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه غبرګون وښود او ویې ویل، د سولې ورانوونکي هغوی دي، چې د افغانستان د خلکو او نړۍوالې ټولنې غوښتنه یې رد کړې او تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړی دی.

افغان بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي، چې دې حساس پړاو کې به تورونه لګول ګټه و نه‌کړي او افغانستان کې سوله د سیمې د هېوادونو او په ځانګړې توګه د پاکستان په ګټه ده.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اعلامیو خپرول ګټه نه‌کوي.

د وزارت په وینا،  د افغانستان خلک او نړۍواله ټولنه غواړي، چې د افغانستان سوله کې د پام وړ مذاکراتو پیل لپاره پاکستان عملي ګامونه واخلي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، د امریکا تر پرېکړې به د طالبانو راضي کول اسان نه‌وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه