Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیل زاد: د سولې بهیر سوکه دی او مرکچیان پر اصلي موضوع بحث نه کوي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد په دې اند دی چې په دوحه کې د سولې بهیر سوکه روان دی او مرکچیان پر اصلي موضوع بحث نه کوي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د رسمي وتلو له پېلېدو وروسته زلمی خلیل زاد له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وایي چې طالبانو تر اوسه د افغانستان د راتلونکې لپاره د امریکا ځانګړې طرحې ته ځواب نه دی ورکړی او په خپله دوی هم په دې برخه کې ورسره  طرحه نه ده شریکه کړې.
 
ښاغلي خلیل زاد زیاته کړه:«د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر شیخ حکیم په ګډون ځینې غړي کوټې ته تللي وو، ځينې خبرې یې لرلې، اوس بېرته راغلي دي او وايي چې لېواله یوو ژر تر ژره مذاکرات بیا پیل شي او شونې ده چې خپل پلان د جمهوریت پلاوي ته وړاندې کړي.»

ښاغلی خلیل زاد له طلوع نیوز سره په مرکه کې ګواښ کوي که چېرې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، په هېواد کې جګړه دوام وکړي، په افغانستان کې به سیمه ییزې لاسوهنې زیاتې شي.

د نوموړي په وینا په داسې وضعیت کې چې د تاوتریخوالي کچه لوړه ده، د اوه زره طالب بندیانو او له تور نوملړه د طالب مشرانو د نومونو د لېرې کولو په هکله د طالبانو غوښتنې هم عملي نه دي:«دوه لارې شتون لري. د اوږد مهال له پلوه چې وګورو، یا دا چې باید یوه سیاسي هوکړه وشي او یا دا چې یوه دوامداره جګړه؛ او خدای مه کړه که چېرې دوامداره جګړه وشي، کېدای شي چې د افغانستان به مسایلو کې د سیمې لاسوهنې هم زیاتې شي چې دا د افغانستان په ګټه نه دي.»

بل خوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي چې د طالبانو په ډله کې داسې کسان شته چې د افغانستان په پوځ ویاړي، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې، د دې ډلې د ځينو غړو له لوري په دې تړاو مخالف نظرونه څرګند شوي دي:«کله چې امریکا راغله داسې کومې اردو شتون نه درلود، یوه ملي اردو چې موږ هم پرې وویاړو او حتا باور وکړئ ځينې طالبان هم پرې ویاړي او وايي چې مه پرېږدئ دا اردو وپاشل شي.»

په قطر کې د طالبانو د دفتر پخوانی رییس شیرمحمد عباس ستانکزی څرګندوي:«دا زموږ ملي اردو نه ده، اردو هغه ده چې هغه د افغانستان له سرحداتو نه دفاع وکړي، دښمن سره مبارزه وکړي، دوی خو د دښمن په اختیار کې دي. او دوی یې په ځان پورې تړلي کله چې امریکایان وځي او د دوی معاش ختمېږي خپله ورسره ختمېږي.»

په دې مرکه کې خلیل زاد ټینګار کوي چې امریکا متحده ایالتونه به په افغانستان کې د سولې تر راتلو پورې د دغه هېواد له امنیتي ځواکونو سره مرستو ته دوام ورکړي او په دې برخه کې د هغو درې مېلیاردو ۳۰۰ مېلیون ډالرو مرستې یادونه کوي چې واشنګټن په راتلونکې کال کې د افغان امنیتي ځواکونو لپاره په پام کې نیولي دي.

د نوموړي په وینا په داسې وضعیت کې چې د تاوتریخوالي کچه لوړه ده، د اوه زره طالب بندیانو او له تور نوملړه د طالب مشرانو د نومونو د لېرې کولو په هکله د طالبانو غوښتنې هم عملي نه دي.

شریک یي کړئ