Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد: د سولې خبرو ځنډېدو لپاره هېڅ دلیل نشته

د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی  خلیلزاد وايي چې د سولې بهیر او خبرو ځنډولو لپاره هېڅ مشروع دلیل نشته.

ښاغلي خلیلزاد (نن جمعه د زمري په ۳۱ مه نېټه) پر خپلې ټویټر پاڼې د پوهنې وزارت د علمي شورا د مشر، عبدالباقي امین له وژنې دوې ورځې ورسوته لیکلي دي چې د سولې یو ژمن فعال و او هغو کسانو وژلی چې غواړي د افغانستان سوله ټکنۍ او وځنډوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د پوهنې وزارت د علمي شورا د مشر وژنه غندلې.

خلیلزاد وایي، ډاکټر امین ته تر ټولو ښه درناوی دادی چې ټول ښکېل لوري، تاوتریخوالی کم او پر سوله د افغانانو خپلمنځۍ خبرې پیل کړي.

ډاکټر عبدالباقي امین وړمه ورځ، کابل کې ماین چاودنه کې ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت کې سرچینې وایي، کله چې د حکومت او طالبانو د بندیانو تبادله بشپړه شوه، نو ورپسې په درېیو ورځو کې، پر سوله د افغانانو خپلمنځۍ خبرې پیل شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د پاتې طالب بندیانو د ازادۍ پر سر خبرې روانې دي او طالبانو چې د افغان دولت بندیان سرتېري پرېښودل ورسره به خبرې پیل شي.

بل لوري، د امریکا دفاع وزارت د امریکا کانګرس ته یو رپوټ کې لیکلي، چې طالبان لا هم د القاعدې په شمول ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.

خو طالبانو دا رپوټ رد کړی.

په همدې حال کې ولسمشر غني وايي هېواد کې د تلپاتې سولې رسېدو لپاره یې زمینه برابره کړې او له طالبانو سره مو د سولې خبرو لپاره ټول خنډونه او پلمې لیري کړي دي.

ښاغلي غني تېره ورځ د خپلواکۍ په مناسبت افغان ځواکونو د یوې ویدیو له لارې وینا کوله زیاته کړې چې باعزته او تلپاتې سوله راتلونکې ده.

ده همداراز د طالب بندیانو ازادول او د سولې مشورتي لویې جرګې رابلل سولې ته د ژمنتیا د بېلګې په توګه یاد کړل:" موږ د سولې په برخه کې نه یوازې خپله اراده او ژمنتیا ښودلې، بلکې عملي هڅې او اقدامات  موکړي. د طالب زندانیانو ازادول او د سولې مشورتي لویې جرګې جوړول زموږ د هڅو غوره بېلګې دي."

ولسمشر همداراز زیاته کړه چې موږ تل پر طالبانو غږ کړی، څو دایمي اوربند ومني او ژر تر ژره له حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو شي.

خو ترڅنګ یې افغان حکومت کې سرچینې وايي تر هغې چې د افغانستان ۲۲ ګومانډويي ځواکونه چې د طالبانو په بند کې دي، ازاد نه شي؛ د طالبانو ۳۲۰ لانجمن بندیان به هم ازاد نه شي.

د ۴۰۰ لانجمنو طالب بندیانو په هکله د ولسمشر د فرمان له صادرېدو نهه ورځې تېرېږي - خو له دې منځه د هغوی یوازې ۸۰ تنه ازاد شوي او وروسته بیا د هغوی د خلاصون بهیر درول شوی دی.

سرچینې وايي چې د شپږو طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو د استرالیا او فرانسې رسمي ملاحظات له یوې خوا او د طالبانو له بنده د ټولو دولتي سرتېرو پر خلاصون د افغان حکومت ټینګار له بلې خوا هغه خنډونه دي چې، د افغانانو تر منځ د خبرو د پیلېدو کره وخت یې له ابهام سره مخ کړی دی.

شریک یي کړئ