د هېواد په څو برخو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه دوام لري.
د میدان وردګ په جغتو ولسوالۍ کې د پوځ د یوې څرخکې د رالوېدو له امله د درېیو کسانو مړه کېدل او همداراز د لوګر په مرکز کې د افغان ځواکونو او طالبانو په جګړه کې د یوه سیمه ییز خبریال وژل کېدل له تازه پېښو دي.
له دې سره سم، په فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو کې د جګړې له ډېرېدو هم خبرداری ورکړ شوی دی.
د مارشال دوستم تازه تصویرونه چې رسنیو ته رسېدلي دي نوموړی په جوزجان ولایت کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې ښيي.
ظاهراً د هېواد په دې برخه کې د جګړو زیاتېدو مارشال دوستم یوځل دې ته اړ کړی چې د جګړې ډګر ته ولاړ شي.
د جوزجان ولایت په ګاونډ، د فاریاب ولایت په بېلابېلو سیمو کې هم د جګړو د زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکول کېږي.
د فاریاب د ولایتي شورا غړی عبدالاحد ایل بیګ وايي:«د قیصار ولسوالۍ پرځېدلې، یوازې د اردو یو بیس چې هغه هم د طالبانو په کلابندۍ کې دی او طالبان پرې برید کوي، پاتې دی. تېره شپه دوه نیمې بجې یې سقوط وکړ.»
د فاریاب قومي مشر سید جاوېد قیصاري هم وویل:«که چېرې د فاریاب وضعیت په همدې ډول مخته ولاړ شي، خدای مه کړه د دغه نظام پایښت او د دغه نظام ساتل په ځانګړې تګه د دغه حکومت ساتل به ډېر ستونزمن وي.»
بل خوا د ښکېلو لوریو ترمنځ د ولسوالیو لاس په لاس کېدل او داراز په جګړه کې د طالبانو لاسته د دولتي ځواکونو د وسلو او پوځي وسایطو لوېدو جدي اندېښنې راپارولې دي.
د ولسي جرګې غړی اکبر سلطان زاده څرګندوي:«په دې برخه کې هېڅ امنیتي بنسټ ځواب ویونکی نه دی. موږ تېره ورځ څو ځلې وړاندیز وکړ، د دفاع وزیر موږ ته د لیدو وخت را نه کړ.»
بل خوا ملي دفاع وزارت ټینګار کوي چې دولتي ځواکونه د جګړې په ډګرونو کې یوازې هغه وسلې او پوځي وسایط پرېږدي چې غیرفعال دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند روحالله احمدزی:«ډېر کم شمېر تجهیزات چې له کاره لوېدلي وو او د لېږد وړ نه وو، د دښمن لاس ته لوېدلي دي.»
د میدان وردګ په جغتو ولسوالۍ کې د یوې څرخکې لوېدل د سه شنبې او چهار شنبې ورځو مهمه پېښه وه. ملي دفاع وزارت دغه پېښه چې درې تنه په کې وژل شوي دي، د تخنیکې ستونزو له امله بللې، خو طالبان د دې ډلې له لوري د دغې څرخکې د رانسکورلو ادعا کوي.