د امریکا د بهرنیو چارو انتونيبلنکین نن په فرانسه کې ویلي، چې د طالبانو وروستي بریدونه افغانستان کې د سولې ټینګېدو هڅو سره ټکر کې دي.
افغان ځواکونو په تېره یوه شپه او ورځ کې د فاریاب ولایت اندخوي اوخانچارباغ، د بغلان ولایت خنجان او دوشي او د پکتیا ولایت احمدابا او سیدکرم ولسوالۍ له طالبانو نیولي خو طالبانو بیا، د بغلان د خوست و فرنګ او ګذرګاهنور او د غور ولایت د دولینه ولسوالۍګانو مرکزونه نیولي دي.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې امریکا د دې ارزونه کوي، چې ایا طالبان رښتیا هم د جګړې ختم غواړي او که یا په زور د افغانستان د نیولو په هڅه کې دي.؟
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو تر سختو بریدونه وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا خبره کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونيبلنکین ویلي:«موږ د افغانستان اوسنی وضعیت په پوره غور تعقیبوو او ښه په کلکه ارزوو چې ایا طالبان په خبرو د جګړې ختم کې جدي دي که نه؟ موږ خپلو ډېپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکوو، خو سولهییزه لار موندل او په زور د افغانستان نیول ډېر ټکر سره لري.»
دا په داسې حال کې ده چې دمګړۍ د هېواد د ځینو شمالي ولایتونو پر مرکزونو طالبانو بریدونه کړي دي.
بل خوا کندوز کې د جګړې لهکبله بېځایه شوي وایي، په تمه دي چې خپلو مېنو ته ستانه شي.
د کندوز ولایت یو اوسېدونکی بشیراحمد چې جګړه کې ټپي شوی، ویلي یې دي:«پر موږ څو کسانو هاوان راغی ځینې ووژل شول او ځینې ژوبل شول.»
په همدې حال کې د مليمصالحې د عالي شورا یوه سلاکار عبدالبصیر سالنګي ویلي:«نوره لیکه نهلري، سخت تلفات ورواوښتل او شاته ستانه شول.»
اوسمهال د کندوز ښار شاوخوا کې هم جګړه روانه ده.
د کندوز ولایت سرپرست نجیبالله عمرخېل ویلي:«زموږ اتل امنیتي او دفاعي ځواکونه مخکې روان دي. د ښار کمربندونه ښه کلک دي.»
له فاریابه رارسېدلی خبر وایي، چې د میمنې ښار شاوخوا کې هم جګړه ده.
د فاریاب امنیه قوماندان غیبالله سادات ویلي:«هغو سیمو کې چاڼیز عملیات کوو چې له لاسه مو وتلي او هلته به امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شي.»
د ولسيجرګې یوه غړي صادق قادري ویلي:«ټول امکانات شته او د امنیتي بنسټونو ځواک هم پوره دی. یو شي ته چې اړتیا لرو هغه مورال او قوي اراده ده چې امنیتي ځواکونو ته باید ورکړل شي.»
د پروان غوربند دره کې هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې دي.
طلوعنیوز ته امنیتي سرچینې وایي، د غوربند درې په شینوارو ولسوالۍ کې طالبانو د ولسي پاڅونوالو یو موټر باندې ډزې کړي – موټر سیند ته لوېدلی چې نتیجه کې یې درې تنه ولسيپاڅونوال مړه شوي او نهه تنه نور ژوبل دي.
په دې اړه مو اندونه