Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات او کندوز اوسېدونکو د افغان ځواکونو په ننګه وسله پورته کړې

د هرات او کندوز په لسګونو تنو د وسلې له اخیستو سره له دولتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

هغو کسانو چې وسله پورته کړې ده وايي سولې ته لومړیتوب ورکوي او د جمهوریت د ارزښتونو د ساتلو لپاره جنګېږي.

د هرات د کروخ ولسوالۍ اوسېدونکو چې وسله یې اخیستې ده وايي د طالبانو پر وړاندې جګړې ته د چمتوالی لري.

هرات کې د ولسي بسیج غړی نذیر احمد وايي:«امنیتي ځواکونه یوازې نه دي؛ موږ د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ یوو.»

د ولسي بسیج بل غړی ذکر االله هم څرګندوي:«خپل وطن ته خدمت وکړو. ډېر ستومانه شوي یوو. زموږ پل ویجاړ شو، ښوونځي مو ویجاړ شول.»

بل خوا په کندوز کې لسګونه تنه له خپلو وسلو سره واټونو ته راوتلي، دوی وایي وسله یې د دې لپاره اخیستې چې د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې وساتي.

د کندوز د ولایتي شورا غړي رباني رباني وویل:«که چېرې نن له کندوز څخه تېښته کوي، تاسو ته وایوو؛ نر یوه ورځ مري، خو نامرد هره ورځ مري.» 

هغه خلک چې په بغلان کې په وسلو سمبال شوي دي او مشري یې د ولسي جرګې یو شمېر غړي پر غاړه لري، د وسلو د اخیستو لامل سولې ته د طالبانو نه ژمنتیا بولي.
 
د ولسي جرګې غړی عظیم محسني وايي:«جګړه د افغانستان حل لار نه ده. طالبانو ته یوه ښه زمینه برابره شوې ده، د یوې دایمي سولې په لور راشئ.»
        
له دې سره هم مهاله د کورنیو  چارو او ملي دفاع وزارتونه د ملیشې جوړونې د بدو پایلو او د کورنۍ جګړې د احتمال په تړاو اندېښنې ردوي او وایي چې دغه ځواکونه به د ملي پولیسو په لیکو کې جذب شي.
      
د کورنیو چارو وزارت سرپرست عبدالستارمیرزکوال وايي:«موږ په هېڅ بڼه ملیشه جوړونه نه غواړو او هغې ته اجازه هم نه ورکوو؛ په دې باید خلک پوه شي. ۳۰ زره کسان چې زموږ لپاره منظور شوي چې زموږ په پوځي تشکیلاتو کې شامل شي.»                  
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل:«که چېرې دوی امکاناتو او تجهیزاتو ته اړتیا ولري، موږ هغه ورته چمتو کوو او له شک پرته چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خلکو ملاتړ مهم دی.»

خو یو شمېر پخواني نظامیان وایي که چېرې دغه حرکتونه مدیریت نه شي، نو  وضعیت به لاپسې خراب شي.
      
د هېواد د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل څرګندوي:«په دې ډول چې دا حرکت پیل شوی د خطر یوه نښه ده.»

بل خوا د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد وروستي وسله وال حرکتونه حکومتي ګڼي او وایي چې دغه کسان هغه اربکیان دي چې پخوا وزګار شوي وو.

په یوې وروستۍ اوونۍ کې د طالبانو د بریدونو له زیاتوالي وروسته، د تخار، بادغیس، بغلان، ننګرهار، لغمان، جوزجان، سمنګان او کاپیسا اوسېدونکو وسله پورته کړې او د طالبانو په وړاندې یې د جګړې اعلان کړی دی.

شریک یي کړئ