Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر:د افغانستان کړکېچ پوځي حل لار نه لري

د ازییکستان د بهرنیو چارو وزیر عزیز کاملوف وايي چې د افغانستان د جګړې او کړکېچ لپاره پوځي حل لار نشته او طالبان باید له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته حاضر شي.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا له یوه ټلوېزیون سره په مرکه کې وايي چې په سیمه کې د افغانستان د ستونزې په هکله بېلابېل لیدلوري موجود دي، خو د هغه په وینا، پوځي حال لار نه شي کولای چې د افغانستان کشاله پای ته ورسوي.

نوموړی زیاتوي:«موږ په سیمه کې بېلابېل لیدلوري لرم... موږ باید پوه شو چې د افغانستان کشاله پوځي حل لار نه لري.»

هغه همدارنګه ټينګار وکړ چې افغانستان باید د منځنۍ اسیا یوه برخه وي:«د افغانستان د سولې بهیر په هکله سیمه ییز او نړۍوال دریځ ته اړین دی.»

د ازیبکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې هېواد یې د افغان سولې په هکله له هر ډول خبرو اترو که هغه په دوحه کې وي او ترکیه یا هم په کوم بل هېواد کې وي ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه ازبیکستان لومړنی هېواد و چې د طالبانو له مشرانو سره یې مخامخ اړیکې تينګې کړې:«پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې به څه ډول نظام رامنځته شي؟» هغه ټینګار وکړ چې ازبیکستان په افغانستان کې د طالبانو د نظام بېرته راستنېدل نه غواړي.

هغه په دې هکله وویل:«البته، موږ نه شو کولای هغه نظام چې افغانستان په نویمه لسیزه کې (اسلامي امارت) درلود ومنو، خو ورته مهال، ستونزې باید د دواړو لوریو د افغانستان اوسني حکومت او د نظام مخالفینو ترمنځ حل شي.»

له دې ټولو سره سره د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کوي چې په افغانستان کې باید اسلامي ارزښتونو ته درناوی وشي.

کاملوف له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د جګړې ښکېل لوري باید سولې ته د رسېدو لپاره وهڅول شي.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې سیمه ییز ارتباط ډېر مهم دی او هېواد یې په پام کې لري چې د افغانستان له لارې له سیمې سره ونښلول شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه