رویټرز د ازبکستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون په حواله راپور ورکړی چې د دې کمېسیون د لومړنیو پایلو پر بنسټ، شوکت میرضیایف یو ځل بیا د دې هېواد د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.
په راپور کې راغلي، نوموړی د ۸۷٫۱ سلنه اکثریت رایو په ګټلو سره یو ځل بیا د دې هېواد د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.
ښاغلی میرضیایف له ۲۰۱۶ کال راهیسې د ازبکستان د ولسمشر په توګه خپل د هېواد مشري کوي.
نوموړي د یوې ټولپوښتنې په پایله کې په اساسي قانون کې د ولسمشرۍ پنځه کلنه دوره، اووه کلنۍ ته لوړه کړه او پرون (یکشنبه) یې له وخت مخکې ټاکنې تر سره کړې.
که څه هم په ازبکستان کې د ۶۵ کلن ولسمشر شوکت میرضیایف پر وړاندې کومه ډله یا پیاوړی چارواکی د هغه سیال نهشته، خو بیا هم یې په خپل هېواد کې یو شمېر مذهبي او سیاسي محدودیتونه لرې کړل.
په اوکرایین کې د جګړې له پیل راهیسې، ولسمشر میرضیایف له روسیې سره د اړیکو د ساتلو په لټه کې دی.
تاشکند د روسې او اوکرایین په جګړه کې د سولې غوښتنه کوي او د اوکرایین په ختیځ کې د روس پلوه حکومتونو خپلواکي په رسمیت نه پېژني.
په دې اړه مو اندونه