د تخار له ۱۳ ولسوالیو یوازې د تالقانو ښار او د ورسج ولسوالۍ د حکومت په کنټرول کې دي او پاتې نورې ۱۱ ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي.
د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ولسوالیو لاس په لاس کېدو دوام سره، طالبانو په تېره یوه شپه او ورځ کې په بدخشان، تخار، کندهار او پکتیا ولایتونو کې ۱۳ کې ولسوالۍ لاندې کړې دي.
د بدخشان ولایت تیشکان، تګاب، درایم، کِشم، وردوج، شهربزرګ، راغستان، جُرم او یفتل هغه ولسوالۍ دي چې اوس اوس طالبانو نیولې دي.
دغه راز د تخار، کلفګان او فرخار، د کندهار شاوليکوټ او د پکتیا زرمت ولسوالۍ په تېره یوه شپه او ورځ کې د طالبانو ولکې ته ورغلې دي.
سرچینې وایي، د بدخشان نهه ولسوالۍ پرته له جګړې طالبانو کنټرول کړې دي.
په دې حساب، د بدخشان د ۲۸ ولسوالیو له منځه، ۱۶ ولسوالۍ یې د حکومت او ۱۲ یې د طالبانو په کنټرول کې دي.
د تخار له ۱۳ ولسوالیو یوازې د تالقانو ښار او د ورسج ولسوالۍ د حکومت په کنټرول کې دي او پاتې نورې ۱۱ ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي.
د بدخشان اوسېدونکي وایي د دولتي ځواکونو او طالبانو نښته تر فیضاباد ښاره رسېدلې ده.
د فیضاباد ښار اوسېدونکي سیدحیات الله ویلي:« دا لسمه ولسوالي ته په پرلهپسې توګه یې طالبان سقوط کوي. مرکزي حکومت، سیمه ییز حکومت هېر کړی دی او په غم کې یې نهدی چې بدخشان کې حکومت شته که نه.»
دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان امنیه قوماندا خلیلالرحمان جواد په کورونا اخته شوی او کابل کې دی.
ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو یوه استازې نیلوفر ابراهیمي وایي:«هغه څه چې موږ یې باید وکړو، باید د مقاومت د حوزې مشران، د مقاومت حوزې په شان راټول شي او بیاځلې دې مقاومت جوړ او حماسه دې وکړي.»
په دې هکله پخواني نظامي سیدمقدم امین ویلي:« لوجستیکي مواد کم رسېږي او هوایي ځواک نهشي رسېدای، دا د اندېښنې موضوع ده.»
د تخار خلک هم دغلته ناامنۍ ته اندېښمن دي او وایي حکومت دې د طالبانو مخې ته تګ مخنیوی وکړي.
د تالقانو ښار یوه اوسېدونکي عبدالکبیر ویلي:«موږ ۱۶ اداري واحدونه لرل او ټولې یې پرلهپسې طالبانو سقوط کړې دي. اوس یوازې تالقانو کې امنیت دی.»
د تخار د ولایتي شورا یوه غړي محمد اعظم افضلي ویلي:«خپله تالقانو کې هم خلک اندېښمن دی. کډوال په کوڅو او د ونو لاندې بېبرخلیکه پراته دي. خلک بد حال کې دي.»
د پکتیا زرمت ولسوالۍ هم د ۵۰ ورځې کلابندۍ وروسته، طالبانو لاندې کړې ده.
د زرمت ولسوال عبدالرحمان زرمتي ویلي:«د یو کم پنځوس ورځې محاصرې څخه وروسته د زرمت ولسوالۍ سقوط وکړ. د سقوط لاملونه یې زیات دي خو موږ ته کومک ونه رسېد. مونږ بار بار له والي او وکیلانو سره خبرې وکړې خو چا عملي ګام وانخیست.»
د پکتیا د ولایتي شورا رییس عبدالمالک ځاځي ویلي: «تاسو ښه پوهیږئ چې جنګ د نظامیانو کار دی چې باید له مسوولینو څخه پوښتنه وشي. چې له دومره نظامي تجهیزاتو او پرسونل څخه کټه نه اخلي او د دوښمن پر وړاندې خپل مورال خرابوي چې دا کار د شلو کلونو لاسته راوړنو سره خیانت دی.»
خو ملي دفاع وزارت بیا وایي، دولتي ځواکونه د هغو سیمو بېرته نیولو هڅه کوي چې له لاسه وتلې دی او په وینا یې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۰ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي:«امنیتي او دفاعي ځواکونه له هرې یوې هڅې دریغ نه کوي. تېرو ۲۴ ساعتونو کې نهو ولایتونو کې ۲۲۸ تنه طالبانوته مرګ ژوبله اوښتې ده. »
وروسته له هغې چې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونود وتلو نېټه اعلان شوه ۱۱۰ ولسوالۍ طالبانو نیولې دی او د هېواد بېلابېلو سیمو کې جګړه ده.