Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل د سروبي ولسوالۍ ۷۰ کلي طالبانو سره دي

 د کابل سروبي ولسوالۍ کې سیمه‌ییز چارواکي وایي، د دې ولسوالۍ له ۱۳۰ کلیو ۷۰ یې د طالبانو په کنټرول کې دي.
 
سروبي کې سیمه‌ییز چارواکي وایي، طالبان هڅه کوي، هغه سیمې خپل کنټرول کې کړي چې عواید لري.

د سروبي ولسوال په دې هکله ویلي:«طالبان هڅه کوي، چې جګدلک کې د یاقوتو کان ته ځانونه ورسوي. که څه هم د کنستو وس یې نه‌لري، خو موږ یې پر کان د ولکې ټينګولو مخنیوی کوو.»

په دې تړاو د کابل والي یعقوب حیدري ویلي:«پر سروبي ولسوالۍ سربېره د کابل څلورو نورو ولسوالیو کې هم امنیتي ګواښونه شته، خو امنیتي ځواکونه طالبانو ته پر دغو سیمو د ولکې ټينګولو اجازه نه‌ ورکوي.»

د کابل والي یعقوب حیدري وویل:«دوښمن هڅه کوي، چې کابل په اقتصادي کلابندۍ کې کړي. زموږ پر اقتصادي سرچینو فشار راوړي، په ځانګړې توګه زموږ ټرانسپورټي لویو لارو باندې. په همدې دلیل د دوښمن هڅه د کابل – ختیځ پر لاره ده.»

د سروبي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي زاهدالله ویلي:« یوازې د سروبي بازار پاتې دی. شپه او ورځ جګړه ده. څو ورځې وړاندې یې ځينې سرتېري ووژل او ځینې یې ونیول.»

د کابل والي وایي، د سروبي جګړه کې د طیبه لښکر وسله‌وال او نور پاکستانیان دي. د کابل والي طالبانو ته دوښمن وایي او زیاتوي چې د افغانستان بقا په خطر کې ده.

امنیتي بنسټونه او د کابل والي د دې پخلی کوي، چې د کابل د ۱۴ ولسوالیو له منځه، پینځو کې یې لوړ امنیتي ګواښ دی.

شریک یي کړئ