Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان: د دوحې سند کې پر ښارونو د برید څه نه‌دي ویل شوي

 داسې حال کې چې تېرو دوو میاشتو کې د شاوخوا لسو ولایتونو مرکزونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې وې – روسیې ته تللي د طالب پلاوي مشر وایي، د دوحې په سند کې داسې څه نه‌دي راغلي، چې ګنې طالبان دې په ښارونو له بریدونو ډډه وکړي، خو دوی (طالبان) پر ښارونو د برید پلان نه‌لري.

د تېرو درېیو ورځو راهیسې د بادغېس د مرکز قلعه‌نو ښار شاوخوا کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه ده، د طالبانو د مشرتابه غړ‌ي‌ شهاب‌الدین دلاور نن په مسکو کې وویل، چې دوی به د وینتویېدنې مخنیوي له کبله پر ښارونو بریدونه و نه‌کړي.

دلاور ویلي:«موږ ولایتونه نه سقوطوو. اوسمهال داسې هېڅ کار نه کوو چې زموږ افغانانو وینه په‌کې توی شي.»

شهاب‌الدین دلاور وایي، د افغانستان د ۳۹۰ ولسوالیو له منځه ۲۵۰ یې د دوی په کنټرول کې دي او دا د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه برخه جوړوي.

د طالب‌پلاوي یوه بل غړي سهیل شاهین ویلي:«په جګړه داسې په اسانۍ ممکن نه‌ده، بلکې دا ټول په خپله خوښه راځي او اسلامي امارت سره یوځای کېږي.»

د طالبانو دا غړي وایي، د تاوتریخوالي د زور اخېستو لامل دادی، چې د دوی د غوښتنو عملي کولو کې بې غوري کېږي. دا چې نور بندیان یې نه‌دي خوشې شوي او د مشرانو نومونه یې د ملګرو ملتونو تور لېسټ نه، نه‌دي لېرې شوي.

شهاب‌الدین دلاور ویلي:«په تېر کنفرانس کې مې ډاکټر عبدالله نه پوښتنه وکړه، چې د خلیل‌زاد پر لاس چې مو، پر تقلیل کوم وړاندیز استولی – ایا تاته دررسېدلي؟ هغه په ځواب کې وویل، چې وړاندیز موږ ته راسېدلی خو ما نه‌دی لیدلی.»

په همدې حال کې د روسیې او هند د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر امنیتي حالت اندېښنې ښودلې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي:« داسې حال کې چې افغانستان کې پوځي اقدامات کېدونکي دي- موږ به د خپلې غوښتنې په تکرار سربېره بل هېڅ څه و نه‌کړو. غوښته مو داده چې د ټولو افغانانو سیاسي لړۍ ژر تر ژر پیل شي.»

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي‌شنکر ویلي:«په هغه ټکی چې اوس پرې ټينګار کوو، دا دی چې باید د تاوتریخوالي د کموالي شاهدان واوسو. تاوتریخوالی د افغانستان د کشالې لپاره حل نه‌شي کېدای.»

د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړي وایي، د افغانستان راتلونکې نظام او د ټاکنو د ترسراوي په څرنګوالي به، د افغانانو خپلمنځۍ خبرو کې پرېکړې وشي.

شریک یي کړئ