Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مرکزي اسیا هېوادونو کې د امریکا اډو جوړېدو په هکله د روسیې ګواښ

روسیه، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له بشپړو وتلو وروسته د مرکزي اسیا په هېوادونو کې د امریکا د پوځي اډو د جوړېدو په هکله ګواښ کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د ناټو د څه باندې ۱۰۰ زره ځواکونو امریکا بریا ته ونه رسوله، اوس له امریکا پوښتي چې له افغانستانه بهر او له کمو ځواکونو سره د اډو جوړول به څه پایله ولري؟

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي چې په منځنۍ آسیا کې به د امریکا پوځي حضور د سیمې د امنیت په ګټه نه وي:«د ټولیز امنیت د تړون له سازمانه پرته هم داسې عملي دلایل شته چې ښيي د پنټاګون چارواکي غواړي خپلې پوځي سرچینې د افغانستان شاوخوا ته ولېږدوي چې اړتیا وي، پر افغانستان برید وکړای شي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د امنیت د ساتلو لپاره د امریکايي ځواکونو حضور او د سیمې په هېوادونو کې د هغوی د اډو جوړېدل له پوښتنې سره مخ کوي:«له امریکایانو تر ټولو مهمه پوښتنه دا داه چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې دننه د ناټو تر سلو زرو زیاتو ځواکونو په حضور سره  بریالي نه شول، له افغانستانه بهر به د لږو ځواکونو حضور څه پایله ولري؟»
                 
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی بیا داسې وايي:«په افغانستان ې نړۍواله ترهګري نړۍواله مبارزه هم غواړي، له افغان حکومت سره د نورو هېوادونو همکاري به هېڅکله د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه وي.»

خو په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر وایي چې د سیمې په هېوادونو کې د امریکا د اډو د جوړېدو موخه له افغان ځواکونو سره مرسته ده.
                
په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر رونالډ‌ نیومن څرګندوي:«د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره به د اډو جوړېدل ډېر ګټوروي نه وي او که دغه اډې نه وي، سخته به وي چې له افغان ځواکونو ملاتړ وشي.»

د سیمې او د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د امریکا د پوځي اډو د جوړېدو په تړاو د روسیې اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوې دي چې د جوبایډن د خبرو له مخې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شل کلن حضور د اګسټ میاشتې په ۳۱ نېټه پای ته رسېږي.
 
روسیه د سیمې او منځنۍ آسیا په هېوادونو کې د امریکا د پوځي اډو د جوړېدو په تړاو اندېښمنه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه