سیمه ییزې سرچینې وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بامیان د سیغان، د غزني د مالستان، د فراه د پرچمن او د خوست د موسی خېل ولسوالیو مرکزونه د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
له دې سره جوخت، د کندهار او غزني له ښارونو سربېره د هېواد په ځینو نورو سیمو کې د جګړې د دوام له امله ځايي اوسېدونکي اندېښمن شوي دي.
خو ملي دفاع وزارت بیا وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دولتي ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې څه باندې ۲۵۰ طالبان وژل شوي او دغو ځواکونو د طالبانو ځینې بریدونه هم په شاتمبولي دي.
د بامیان اوسېدونکی سجاد فولادي وايي:«سیغان او کهمرد سقوط کړی دی او د خلکو جدي اندېښنې یې رامنځته کړې دي.»
د پوهنتون استاد محمد رضا ابراهیم هم وویل:«بامیان تر رواني جګړې لاندې راغی. څه باندې ۲۰ زره بامیانۍ کورنۍ ټول ولایت او لرې پرتو ولسوالیو ته پناه وړې ده.»
بل خوا د کندهار او غزني د امنیتي حوزو په ځينو سیمو کې د جګړو دوام اندېښنې راپارولې دي.
که څه هم د طالبانو لاسته د غزني د پنځمې امنیتي حوزې د لوېدو رپوټ ورکړل شوی دی، خو ځایي سرچینې دغه خبر ردوي.
د غزني د ولایتي شورا غړی غلام حسین چنګیز څرګنده کړه:«د غزني وضعیت ښه نه دی. دښمن په استوکنیزو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.»
د مدني ټولنې غړی محمد عثمان زیاتوي:«جګړه دننه ښار ته رارسېدلې ده او ډېرې ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي.»
خو له دغه وضعیت نه د وتلو لپاره کومو کړنلارو ته اړتیا ده؟
د ولسي جرګې غړی بکتاش ایشچي وايي:«افغان حکومت تر هغې چې د جګړې په مدیریت کې یو بدلون رامنځته نه کړي، ولسوالۍ به پرله پسې توګه سقوط وکړي.»
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی څرګندوي:«پر هغو ټکو چې د دښمن موخې دي. په هغو سیمو کې د امنیتي او دفاعي بنسټونو تمرکز زیات شوی دی او په هغو سیمو کې د دفاع او یرغلي عملیاتو لپاره پروګرامونه لرلي دي.»
په جوزجان کې هم د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده، خو مارشال عبدالرشید دوستم د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د درېدو ډاډ ورکوي.
ملي دفاع وزارت وایی چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۲۶۱ طالبان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي. خو طالبان خپلو جنګیالیو ته د مرګ ژوبلې اوښتل نه مني.
په دې اړه مو اندونه