Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحې په غونډه کې عبدالله: د اوسنۍ جګړې اصلي بایلونکي افغانان دي

د ملې روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په دوحه کې د افغانستان او طالبانو د پلاویو د غونډې په پیل کې په خپله وینا کې وویل چې د اوسنۍ جګړې اصلی بایلونکي افغانان دي.

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ چې جګړه د افغانستان د ستونزو حل لار نه ده او باید د درک له تپلو او غیر سوله ییزو نظریاتو څخه ډډه وشي:«ټول پوهېږو چې د افغانستان خلک د اوسني تاوتریخوالي قرباني دي. فرق نه کوي که د افغانستان اسلامي جمهوریت د زور له غوراوي سره وصل شي او یا د طالبانو تحریک د تاوتریخوالي او جګړې له لارې د بریا هڅه وکړي، د اوسنۍ جګړې اصلي بایلونکي د افغانستان خلک دي.»

د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د پلاویو ترمنځ دوه ورځنۍ غونډه نن غرمه مهال (شنبې د چنګاښ په ۲۶مه) پيل شوه او ټاکل شوې ده سبا ته د دغې غونډې په پای کې د دواړو لوریو له خوا یو پرېکړه لیک هم صادر شي.

د افغانستان پلاوي مشري د عبدالله عبدالله له خوا کېږي او د هغه په ترکیب کې کریم خلیلي، عطا محمد نور، او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي ځينې غړي، او ځينې نور سیاستوال دي. د طالبان د پلاوي مشري بیا د ملاعبدالغني برادر په غاړې ده.

نننۍ غونډه د افغانستان په چارو کې د قطر د ځانګړي استازي له وینا سره پیل شوه او له هغه وروسته په ترتیب سره عبدالله عبدالله، ملا عبدالغني برادر او د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د مرکچي پلاویو رییسانو وینا وکړه.

عبدالله وویل چې د افغانستان مرکچي پلاوی د افغانستان د خلکو په استازیتوب دا واک لري چې د راتلوونکو اقداماتو په هکله چې د یوې وروستۍ پرېکړې رسېدو لپاره ورته اړتیا وي، مذاکره وکړي.

ملاعبدالغني برادر یوځل بیا په هېواد کې د یوه مرکزي اسلامي نظام پر جوړېدو ټينګار وکړ او وې ویل چې سولې ته د رسېدو لپاره باید له کسیزو غوښتنو تېر شو:«د دې لپاره چې زموږ خلک یو عزت من ژوند ولري، اړتیا ده چې یو خپلواکه اسلامي مرکزي حکومت رامنځته شي. په دې هکله باید له ځانځانۍ او شخصي ګټو تېر شو.»

د افغانستان استازو او د طالبانو پلاوي په نننۍ غونډه کې ټينګار وکړ چې د افغانستان د ستونزو حل لار یوازې مذاکرات او د سیاسي هڅو مخته بیول دي.

ورته مهال، د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايی چې طالبانو له حکومته غوښتي دي چې د دغې ډلې اوه زره بندیان د درې میاشتني اوربند په بدل کې ازاد کړي.  

شریک یي کړئ