په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې ۱۹ امنيتي ځواکونه او درې تنه ولسي پاڅون وال له طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي.
ورته مهال سرچینې د هلمند له ګرمسیر او مارجې ولسوالۍ د دولتي ځواکونو له وتلو او د طالبانو لاس ته د دغو ولسوالیو له لوېدو خبر ورکوي.
دغه سرچینې په هلمند، کاپیسا، کندز، تخار، بدخشان، لوګر، کندهار، جوزجان او کونړ ولایتونو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې خبر ورکوي.
د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون رییس میرحیدر افضلي وايي:«د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د ځايي قومندانانو او طالبانو ترمنځ د فرخشا په دره کې د نښتې په پایله کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده او درې تنه هم د سیمې له خلکو شهیدان شوي دي.»
سرچینې وایي چې د اختر له لومړیو دوو ورځو وروسته دولتي ځواکونه د هلمند له ګرمسیر او مارجې ولسوالیو وتلي دي او دغه ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې دي او د کونړ په غاري آباد ولسوالۍ کې هم جګړه روانه ده.
د لوسي جرګې غړی کریم اتل څرکندوي:«دا یو تاکتیکي عمل دی او د ځينو ستونزو له امله چې هلته وې ځواکونه لښکرګاه ښار ته لېږدول شوي چې هلته بیا عملیات وکړي.»
په داسې حال کې چې د فاریاب دیارلس ولسوالۍ طالبانو نیولي دي او دولتي ځواکونه یوازې په اندخوی کې د آقینې بندر په بندر او مېمنې ښار کې حضور لري، ددغه ولایت مسوولان وایي چې د مېمنې ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکو هم د نا امنیو له امله خپل کورونه پرېښي دي.
د فاریاب والي عنایت الله کمال وویل:«دوه ورخې مخکې هم د مخالفانو له خوا تحرکات او ګواښونه وو خو امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه په شاوتمبول.»
بل خوا ملي دفاع وزارت له طالبانو نه د ولسوالیو د بېرته نیولو ژمنه کوي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان څرګندوي:«ځواکونه به طالبان له سیمې بهر کړي او د هغوی له لاسې به ازاد شي.»
په تېرو دوه نیمو میاشتو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر په پېلېدو سره، دولتي ځواکونه له څه باندې دوه سوو پنځلسو ولسوالیو نه وتلي دي او د شیرخان بندر په ګډون دغه سیمې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.
په دې اړه مو اندونه