افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي له طلوعنیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د طالبانو د مثبت بدلون هېڅ ښکاره نښې نهشته.
توماس نیکلولسن د افغانستان پر اوسني وضعیت د اندېښنې په ښودلو سره ویلي، په هغو سیمو کې چې طالبان حضور لري، پهکې بشري حقونه په څرګنده نقض شوي دي، خو طالبانو دې خبرو ته لا غبرګون نهدی ښودلی.
ښاغلي نیکلولسن ویلي: "داسې څرګندې نښې نهشته چې ګنې طالبانو په اساسي توګه تغییر کړی وي او دا کار زموږ اندېښنې ډېروي او دا چې موږ د بشري حقونو د قوانینو او د بشري حقونو نقض وینو. څه چې موږ وینو دا دي، چې طالبان په ښکاره وایي، چې دې چاره کې دخیل نهدي او مخالف یې دي.خو په دغو ولسوالیو کې موږ د بشري حقونو د نړۍوالو قوانینو څرګند نقض وینو. "
د اروپايي ټولنې دغه جګپوړی ډېپلوماټ د دوحې د سولې خبرو سَوکه بهیر ته اندېښمن دی او وایي، چې طالبان په رسمي توګه خبرو ته د ژمنتیا وایي، خو هڅه کوي چې د واک تر لاسه کولو لپاره له نظامي لارې کار واخلي.
ښاغلي نیکلولسن ویلي:"موږ لومړی وویل، چې زموږ په باور نظامي حل لار ممکنه نهده. موږ خپله پرېکنده خبره تکراروو، چې له نظامي لارې واک ته ځانونه رسول، نړۍوال منزويتوب دی. د طالبانو په نامه اسلامي امارت به منزوي شي. "
د اروپايي ټولنې دغه چارواکي وایي، اروپايي ټولنه تمه لري، چې ولسي پاڅونوال د طالبانو خلاف مثبت رول ولوبوي، خو په وینا یې پر ولسي پاڅونوالو تکیه به خطرونه هم ولري.