Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

موندنې: تېرو درېیو ورځو کې کابل کې اووه تنه ترور شوي

کابل کې د امنیتي وضعیت په هلکه د اندېښنو له ډېرېدو سره هم مهاله، د طلوع نیوز یوه څېړنه ښيي، چې یوازې په تېرو درېیو ورځو کې اووه کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

د کابل اوسېدونکي، د کابل ښار پر امنیتي طرحې نیوکې سره وايي، نه یوازې هدفي وژنې؛ بلکې د جنايي جرمونو پېښې او  وسله والې غلاوې هم د اندېښنې وړ دي.

څلور پوځیان او درې ولسي وګړي هغه کسان دي چې په تېرو درې ورځو کې په هدفي وژنو کې وژل شوي دي. د میدان - وردګو د سید اباد ولسوال، د لوګر د عدلیې مشر، د پکتیکا ولایت د نظارت خونې آمر او یو دیني عالم هم له هغو کسانو دي چې، په تېرو لسو ورځو کې ترور شوي دي.

په کابل ښار کې په پرله پسې هدفي بریدونو او ترورونو د دغه ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

د کابل اوسېدونکی احمد شکېب وايي:«له هټۍ تلم هم یې پیسې رانه واخیستې او هم موبایل.»

د کابل بل اوسېدونکی ننګیالی هم څرګندوي:«موږ بل څه نه غواړو یوازې امنیت غواړو چې په ارامه زړه کور ته ولاړ شو او د خپل کار په لور ولاړ شو.»
 
احمد ضیا نوري وايي  چې دوه اوونۍ مخکې زوی یې په کابل ښار کې په یوې جنايي پېښه کې وژل شوی؛ خو لا تر اوسه یې د خپل زوی سر نه دی ترلاسه کړی:«امراالله صالح چې په لومړي سره کې ډېر ګټور ثابت شوی و، خو کله چې واک ته ورسېد له خوړو او ویده کېدو پرته نور څه نه کوي.»

د کابل ښار د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره سم، د ولسمشر لومړي مرستیال لس میاشتې مخکې د کابل ښار د امنیتي چارو د مدیریت لپاره د شبږ نیمو غونډو په نامه یوه لړۍ پیل کړه.

پخوانی پوځي طاهر یرغل وايي:«یوازې وزیر کولای شي چې د ولسمشر د مرستیال لپاره رپوټ ورکړي. اړینه نه وه چې په هغو غونډو کې د کابل قومندان هم وي، د حوزو امرین هم وي او د کابل د امنیت رییس هم وي، او پایله یې موږ او تاسو ولیده.»

خو د امرالله صالح دفتر د شپږ نیمو د غونډو د تېرو لسو میاشتو د لاسته راوړنو په اړه داسې وايي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د مبطوعاتي دفتر غړی ضیا ورسجي زیاته کړه:«د شپږ نیمو غونډې توانېدلي دي چې په کابل ښار کې هم د ترهګریزو ډلو او هم د جرمي شبکو په فعالیتونو کې بنسټيز بدلون رامنځته کړي.»

پخوانی پوځي جاوېد کوهستانی هم څرګندوي:«اشرف غني او د امنیت شورا حاضره نه ده چې د افغانستان د سیاسي ځواک جوړښتونه  او امنیتي جوړښتونه په خپلواکه توګه د افغانستان د خلکو او د هغو کسانو په واک کې ورکړي چې مدیریتي وړتیا لري.»

په داسې حال کې چې، ولسمشرۍ ماڼۍ په سنجول شوې توګه د ښاغلي غني له لوري د جګړې د مدیرانو له ګومارنې ډاډ ورکوي؛ خو د ولسي جرګې غړی عبدالرووف شپون دغه ګومارنې هم سلیقه يي ګڼي:«که چېرې ولسمشر د ارګ کړۍ ماته نه کړي، ولسمشر به په خپله تېښته وکړي، ډاکټر عبدالله به تېښته وکړي، جنګي مدیران به دې تېښته وکړي، خو د افغانستان خلک به هم له پاکستان او هم له طالبانو سره مبارزه وکړي.»

د جګړې د مدیریت پر څرنګوالي د هېوادوالو نیوکې په داسې حال کې مخ په لوړېدو دي چې، له تېرو دوو میاشتو راهیسې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او د څه باندې ۲۰۰ ولسوالیو مرکزونه د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

څلور پوځیان او درې ولسي وګړي هغه کسان دي چې په تېرو درې ورځو کې په هدفي وژنو کې وژل شوي دي.

شریک یي کړئ