Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تادین خان: طالبانو په یوه میاشت کې ۹۰۰تنه ووژل

د ملي روغې جوړي عالي شورا غړی او د کندهار پخوانی امنیه قومندان تادین خان وايي، طالبان د بشري حقونو په نوم څه نه پيژني او زیاتوي، چې طالبانو تېره یوه میاشت کې ۹۰۰ کسان په کندهار کې له کورونو ویستلي او وژلي دي.

تادین خان زیاته کړه:«په تېرې یوې نیمې میاشت کې شونې ده ۸۰۰ تر ۹۰۰ تنه یې له کورونو ویستلي او شهیدان کړي دي. خلکو ته زیان رسېدلی دی خو هغه وحشت چې په بولدک کې شوی دی نه بښوونکی دی.»

په همدې حال کې د بشر حقونو نړۍوال بنسټ وايي، طالبان په یو شمير ولایتونو کې پرمختګ سره ځينې کسان حکومت سره د اړیکې په توره نیولي او وژلي دي.

د بشري حقونو څارونکي وايي، طالبانو په غزني، کندهار او ځینو نورو ولایتونو کې په پرمختګ سره، دولتي ځواکونه او هغه ملکیان چې، ادعا کېږي له افغان حکومت سره په اړیکه کې دي نیولي او بیا یې صحرايي اعدامونو ته استولي دي. 

د بشري حقونو څارونکو ته د هېواد د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکو ویلي چې، طالبانو د هغو د ولسوالیو له نیولو وروسته له هغوی غوښتي، هغه کسان چې په ګوتو ورکړي چې، له دولت سره یې اړیکه درلوده او یا یې هم لري.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسه شهرزاد اکبر څرګندوي:«هغه ولسي وګړو چې په تېر کې له دولت سره کار کاوه، باید په نښه نه شي. یو جنګي جنایت او د بشري حقونو نقض دی.»

د بشري حقونو څارونکي وايي، طالبان په مالستان کې کور په کور د هغو کسانو په لټه کې وو چې، په یوه ډول نه یوه ډول سره له دولت سره یې اړیکه درلوده.

د ولسي جرګې غړی عارف رحماني وايي:«ډېر ولسي وګړي یې ووژل، څوکي دار یې وواژه، یو روحاني چې د نجونو د یوې لسې امر و او له لارې تېرېده هغه یې هم وواژه، د خلکو کور ته ولاړل او دروازه یې وټکوله او کله یې چې دروازه په ځنډ سره پرانیسته هغه یې هم وواژه.»

خو طالبانو تل دولت پورې د تړلو کسانو د وژلو مسله رد کړې او هغه یې د حکومت او د هغوی د ملاتړو تبلیغات بللي دي.
 
شریک یي کړئ