Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار، لوګر او سرپل کې د ۲۳ افغان سرتېرو وژل کېدل

د هېواد په سرپل او کندهار ولایتونو کې له طالبانو سره د نښتو پرمهال ۱۵ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۶ تنه نور ټپیان دي.

د سرپل ولایت امنیتي چارواکي نن(چهارشنبې د غويي په ۳مه نېټه) وايي چې دغه ولایت کې ۱۱ تنو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۹ نور ټپیان دي.

د سرپل د والي ویاند، ذبيح الله اماني وايي یاد شمېر افغان سرتېرو ته تېره شپه په سانچارک او سوزمه قلعه ولسوالیو کې هغه مهال مرګ ژوبله اوښتې چې طالبانو یې پر پوستو بریدونه وکړل.

نوموړی زیاتوي چې طالبان له سرپل او جوزجان ولایتونو سره سمبال شوي وو او په یادو دوو ولسوالیو کې یې بریدونه وکړل.

د ښاغلي اماني په خبره چې نښتو درې ساعته دوام وکړ.

د سرپل د والي ویاند وايي چې نښتو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې نه دی څرګند.

د نوموړي په وینا چې طالبانو له یوې اوونۍ راهیسې د سرپل پر ځینو سیمو بریدونه پیل کړي دي.

په همدې حال کې د کندهار په ژېړۍ، میانشین او سپین بولدک ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې څلورو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۷ تنه نور ټپیان دي.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، جمال بارکزی زیاتوي چې نښتو کې ۳۱ طالب وسله‌وال هم وژل شوي دي.

ښاغلی بارکزی زیاتوي چې د طالباو مړي په سیمه کې پاتې دي.

همداراز دکانونو وزارت ویاند، قدیر مطفی هم وايي چې طالبانو تېره شپه لوګر کې د عینکو مس کان لپاره د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې په پایل کې یې ۸ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

طالبانو د سرپل بریدونو مسوولیت منلی، خو د وو نورو په تړاو یې څه نه دي ویلي.

د چارواکو په خبره ۱۱ افغان سرتېرو سرپل، ۸ لوګر او څلورو هم په کندهار ولایت کې ژوند له لاسه ورکړی دی

شریک یي کړئ