ځانګړو ځواکونه بېګاه ( چهارشنبه د زمري په ۱۳ مه) لښکرګاه کې چاڼیز عملیات پیل کړي چې لا هم روان دي.
دا په لښکرګاه کې د یوې اوونۍ سختې نښتې وروسته عملیات دي، چې اوسمهال جګړه د ښار په لومړۍ حوزه کې روانه ده.
افغان ځواکونه وایي، د عملیاتو په لړ کې يې د ښار له ځینو سیمو طالبان ویستي دي.
د ځانګړو عملیاتو د قولاردو قوماندان هیبتالله عليزي ویلي: "طالبانو ته په نښته کې سخته مرګژوبله اوښتې موږ له خلکو غوښتي، چې له خپلو کورونو ووځي. "
هلمند کې له روانې جګړې ګڼ خلک بېځایه شوي هم دي.
په بېځایه شویو کې یو هم سمیعالله سیرت دی، چې کابل ته راکډه شوی، وایي اوه کسیزه کورنۍ لري او څلور ورځي وړاندي یې پر کور هوایي ځواکونو بمباري کړي.
د لښکرګاه له ښاره یوه بېځایه شوي سمیعالله سیرت ویلي: "زموږ پر کور هوایي برید وشو. موږ څلور ځایه خواره شول. کور مو ویجاړ شوی، له ښهمرغه د سر زیان نه دی راوښتی. "
له دې سره د ننګرهار ولایت پر شېرزادو او سرهرود او د بغلان پر دهصلاح ولسوالیو د طالبانو بریدونه پر شاه تمبول شوي.
د ننګرهار چارواکي وایي، په سرهرود ولسوالۍ کې طالبانو درې پلونه په بمونو الوزولي، خو طالبانو تراوسه په دې هکله څه نهدي ویلي.
د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل ویلي: "طالبانو پر شېرزادو ولسوالۍ پراخ برید وکړ، خو له ښه مرغه برید یې شنډ کړای شو. لسګونو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې، چې بهرنیان وسلهوال هم پهکې وو. "
بغلان کې د وروستیو نښتو په هکله د بغلان امنیه قوماندان صفي الله محزون ویلي: "تېره شپه طالبانو په دهصلاح ولسوالۍ برید وکړ، چې د اتلو ځواکونو په څَو واوښتل او مرګژوبله هم وراوښتې ده "
په ورته وخت کې د سرپل ولایت مرکز نه هم د جګړې رپوټ رارسېدلی.
په همدې حال کې د اروزګان چارواکي وایي، په چوره ولسوالۍ کې طالبانو د عبدالله عاطفي په نوم یو شاعر، لیکوال او تاریخپوه له کوره ایستلی، ربړولی او وژلی یې دی.
د اروزګان والي محمد عمر شېرزدا ویلي: "دا د طالبانو د جنایتونو هغه لړۍ ده، چې خپل کنټرول کې سیمو کې علما، سپینږېږي، مدني فعالان، لیکوالان او شاعران په نښه کوي. "
د وسلهوالو پوځ ویاند اجمل عمر شینواري ویلي: "د امنیتي ځواکونو د شمیرو له مخي په تېرو پینځو ورځو کې د هېواد په اتو ولایتونو کې ۱۷۹ ځایه عملیات تر سره شوي دي."
دا شپې او ورځې لښکرګاه، هرات او کندهار کې د هېواد تر نورو سیمو ډېره جګړه ده او حکومت لاهم له لاسې وتلې سیمې بېرته نهدي راګرځولي.
د هېواد ختیځ لغمان کې بیا چارواکي وایي، چې د بادپښ ولسوالي یې بېرته له طالبانو نیولې ده.