Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ارګ وایي، اوسنی وضعیت د سولې د نیمګړو هڅو نتیجه ده

د افغانستان حکومت وایي، د افغانستان د اوسني وضعیت او د جګړې د زور اخېستو لاملونه، د سولې نیمګړې هڅې او طالبانو ته مشروعیت ورکول دي.

د افغانستان حکومت د امریکا او طالبانو د دوحې سند ته اشاره کوي، چې ۱۱ پړاوونو کې تر مذاکراتو وروسته، د ۱۳۹۸ هـ ل کال د غویي میاشتې په ۱۰ مه لاسلیک شو.

خو د دغه سند تر لاسلیک شاوخوا دوه کاله وروسته، هېواد کې جګړو زور اخېستی او طالبانو لس ولایتونه او څه باندې دوه سوه ولسوالۍ لاندې کړې دي.

عامه اړیکو او سټراټیژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر ویلي:"د یوې ډلې په توګه طالبانو ته مشروعیت ورکړل شو، چې باید ورکړل شوای نه وای."

پخواني طالب قوماندان سید اکبر اغا ویلي:"د دوحې سند طالبانو ته یو لوی نوم ورکړ."

د افغانستان د حکومت له زندانونو د پینځو زرو طالب بندیانو ازادول، هغه مهال یوه لانجمنه موضوع وه او امریکا او طالبانو د افغانستان د حکومت په نه‌موجودیت کې پرې توافق کړی وو – له منځه یې د ۴۰۰ خطرناکو طالب بندیانو د ازادولو خبره وه، چې حکومت یې په هکله پرېکړې لپاره مشورتي لویه جرګه راوغوښته.

د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني ویلي:"بندیان ازاد شول خو اوربند و نه شو. بندیان ازاد شول خو سولې کې یو ګام هم پرمختګ و نه شو."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سند تر لاسلیک وروسته، واشنګټن وویل چې افغانستان کې به تاوتریخوالی کم شي، خو د وخت په تېرېدو سره، طالبانو په هېواد کې بې‌ساري بریدونه وکړل.

د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي وو:"که طالبان په خپلو ژمنو عمل و نه کړي، د امریکا متحده ایالتونه به له افغانستانه خروج شرایطو سره تړلی کړي."

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي یوه غړي عبدالحفیظ منصور ویلي:"امریکا د خپلو قوانینو خلاف راغله او داسې ډلې سره خبرو ته کېناسته چې تور لېسټ کې ده."

خو له دې ټولو سره د دوحې سند، د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو پیل ته لار خلاصه کړه.

د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د پروسږکال د وږي په ۲۲ مه مذاکرات پیل شول.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي یوې غړې فوزیه کوفي ویلي: "کله چې موږ مذاکرات پیل کړل، داسې یو حالت و، چې طالبان تر پخوا ځواکمن شوي وو."

بل خوا د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن حکومت، د افغانستان د حکومت د تمې خلاف، له شرط پرته د ځواکونو د ایستلو نېټه اعلان کړه.

په دې هکله عامه اړیکو او سټراټیژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر ویلي:"ناڅاپي پرېکړه وه، خو زموږ غبرګون دا وو، چې د یوه خپلواک هېواد په توګه د امریکا خپله پرېکړه ده – ورپسې لړزې به لري."

له افغانستان نه، له شرط پرته د امریکایي ځواکونو وتلو او د بګرام په څېر مهمې پوځي اډو نه د امریکایانو وتلو نه وروسته، طالبانو پر ولسوالیو او ښارونو بریدونه ته زور ورکړی. هغه څه چې د دوحې د سند خلاف ګڼل کېږي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم ویلي" له بده مرغه د اختر په دویمه ورځ یې د جګړې اعلان وکړ او د اختر درېیمه ورځ یې بیا د جګړې اعلان وکړ – په دې یې بسنه و نه کړه او پارلمان ته ولاړ او هلته یې بیا د سختې جګړې وویل."

د جګړې دوام هره ورځ د سولې لپاره هیلې رژوي او خلک له خپلو مېنو بې ځایه کوي.

د کندزو له جګړې یوه بې ځایه شوي عبداللطیف ویلي:"د خبرو نتیجه ټول درواغ دي، درواغ دي."

د افغانستان د حکومت شمېرې دي، چې یوازې په تېرو دوو میاشتو کې ۱۹۰ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې دي.

شریک یي کړئ